پېښور ۔ 16 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سهېل آفریدی د پېښور بيوټيفيكېشن منصوبې پرانسته وكړه۔د منصوبې لاندې به د روډز انفراسټرکچر بحالۍ ، د سټریټ لائټس لګولو او د بیوټیفیکېشن په شمول نور ګامونه پورته كولې شي۔ ټرېفک رش کمول او د ګرین ایریاز ډویلپمنټ هم ددې منصوبې برخې دي۔ په دې موقع خپل خطاب كښې وزيراعلی سهېل آپريدي ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې چې څومره …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي د پيښور بیوټیفیکیشن منصوبې پرانسته وكړه

مزید خبریں
پېښور ۔ 16 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سهېل آفریدی د پېښور بيوټيفيكېشن منصوبې پرانسته وكړه۔د منصوبې لاندې به د روډز انفراسټرکچر بحالۍ ، د سټریټ لائټس لګولو او د بیوټیفیکېشن په شمول نور ګامونه پورته كولې شي۔ ټرېفک رش کمول او د ګرین ایریاز ډویلپمنټ هم ددې منصوبې برخې دي۔ په دې موقع خپل خطاب كښې وزيراعلی سهېل آپريدي ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې چې څومره قوانين او پالېسۍ جوړېږي ددې محور به د اولس خېر ښېګړه وي۔ ده ووئيل د بیوټييفيكېشن منصوبې لاندې به د پېښور رنګ روډ، جمرود روډ او جی ټی روډ بحالي عملي كولې شي۔ ده ووئيل د پېښور پرمختګ او سنګارولو له به نورو منصوبې هم رامخې ته كوو۔ ده ووئيل دا زمونږ مخ دے او د اولسي نمائندګانو مشاورت سره به پېښور لپاره يو ببشپړ پلان تشكيل كوو۔









