کوئټه 14 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلیٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې قانون سازي كول د حکومت آئيني حق دے۔ ده دا خبرې د بلوچستان اسمبلي غونډې په موقع ميډيا سره وكړې۔ ده ووئيل په كم عمر كښې د واده د ممانعت پحقله وړاندې كړې شوې بل اسمبلي په يوه خله منظور كړې كوم چې د جمهوري عمل د مضبوطيا علامت دے۔ ده ووئيل احتجاج د …
قانون سازي کول د حکومت آئيني حق دے، د بلوچستان وزيراعلیٰ

مزید خبریں
کوئټه 14 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلیٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې قانون سازي كول د حکومت آئيني حق دے۔ ده دا خبرې د بلوچستان اسمبلي غونډې په موقع ميډيا سره وكړې۔ ده ووئيل په كم عمر كښې د واده د ممانعت پحقله وړاندې كړې شوې بل اسمبلي په يوه خله منظور كړې كوم چې د جمهوري عمل د مضبوطيا علامت دے۔ ده ووئيل احتجاج د اپوزيشن جمهوري حق دے او حکومت نه يوازې د دوي د حق احترام كوي بلكې د خبرو اترو او مكالمې دروازې تل پرانستې ساتي۔ ده ووئيل چې اختلافِ رائے د جمهوريت ښكلا ده خو قانون سازي د اولس په بهترينو مفادو كښې كېږي۔









