پیښور 13نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پيپلز ګوند لارښود او پخواني وفاقي وزير قمر زمان كائره د خواښې په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د پیښور ګورنر هاؤس وياند بيان له مخې ارواښاده د پيپلز ګوند ګجرات صدر ضيا محي الدين مور او د پخواني وفاقي وزير قمر زما كائره خواښې وه۔ فېصل كريم كنډي د پي پي پي ګجرات …
ګورنر فيصل كريم كنډي د قمر زمان كائره خواښې په مړينه د افسوس څرګندونه كړی

مزید خبریں
پیښور 13نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پيپلز ګوند لارښود او پخواني وفاقي وزير قمر زمان كائره د خواښې په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د پیښور ګورنر هاؤس وياند بيان له مخې ارواښاده د پيپلز ګوند ګجرات صدر ضيا محي الدين مور او د پخواني وفاقي وزير قمر زما كائره خواښې وه۔ فېصل كريم كنډي د پي پي پي ګجرات صدر ضيا محي الدين او د پخواني وفاقي وزير قمرزمان كائره سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ ګورنر ووئيل چې مونږ د غم په دې سخت وخت كښې د غم جنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يوو۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔









