د بنو به تهانه احمد زئي د شپې د ترهه ګرو بريد٬پوليس په ځوابي كاروائي كښې ګڼ شمېر ترهه ګر ووژل

پېښور 11 نومبر (اے پي پي) په بنو تهانه احمد زئي تهاڼه د شپې په تياره كښې شرخوښو عناصرو د وړې او لويې وسلې سره د بريد هڅه كړې خو په تهاڼه كښې موجود مېړنو پوليس ځوانانو د جرات او بهادرۍ سره سمدستي او په موثر كاروائي بريد ناكامه كړے دے ۔ د بنو پوليس وياند له مخې د بنو پوليس مړانه او په وخت ځوابي كاروائۍ څخه ترهه ګرو …

پېښور 11 نومبر (اے پي پي) په بنو تهانه احمد زئي تهاڼه د شپې په تياره كښې شرخوښو عناصرو د وړې او لويې وسلې سره د بريد هڅه كړې خو په تهاڼه كښې موجود مېړنو پوليس ځوانانو د جرات او بهادرۍ سره سمدستي او په موثر كاروائي بريد ناكامه كړے دے ۔ د بنو پوليس وياند له مخې د بنو پوليس مړانه او په وخت ځوابي كاروائۍ څخه ترهه ګرو ته لويې زيان ورسولو ۔ګڼ شمېر ترهه ګر مړ او ژوبل شوي كوم چې ترهه ګرو ځان سره بوتلي ۔د خېبرپښتونخوا پوليس انسپكرټر جنرل ذوالفقار حميد د بنو پوليس ته په مړانه او پيشه وره كاروائۍ پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د خېبرپښتونخوا پوليس د اولس تحفظ لپاره هر وخت چمتو دي۔بنو پوليس د اولس تحفظ او د امن و امان ساتلو عزم ته عملي جامه اچولو كښې تل غوره كاركردګي ښودلې۔ده د بريد ناكامه كونكې پوليس ډلې جرات منده كاروائي ستائېلو سره هغوي لپاره د نغد انعام او ستائنې اسناد اعلان كړل۔

مزید خبریں