پېښور۔ 09 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدي وئیلي دي چې د ختیځ شاعر علامه اقبال پیغام نن هم زمونږ د ملي لارښوونې سرچینه ده۔ د اتوار په ورځ د اقبال ورځې په مناسبت په خپل پیغام کښې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدي ووئیل چې د اقبال ورځې په مناسبت، مونږ ختیځ شاعر علامه اقبال ته درناوی وړاندې کوو، چا چې مونږ ته …
د علامه اقبال پیغام نن هم زمونږ د ملي لارښوونې سرچینه ده: د وزيراعلی سهيل آفريدي د اقبال ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
پېښور۔ 09 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدي وئیلي دي چې د ختیځ شاعر علامه اقبال پیغام نن هم زمونږ د ملي لارښوونې سرچینه ده۔ د اتوار په ورځ د اقبال ورځې په مناسبت په خپل پیغام کښې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدي ووئیل چې د اقبال ورځې په مناسبت، مونږ ختیځ شاعر علامه اقبال ته درناوی وړاندې کوو، چا چې مونږ ته د ځان پېژندنې، ایمان او عمل پیغام راکړ كوم چې نن هم زمونږ د ملي لارښوونې سرچینه ده۔ هغه وویل چې د اقبال فلسفه د دې عزم تجدید دی چې مونږ باید یو داسې ملت شو چې باعزته، وفادار او خپلواک وي، یو داسې ملت چې خپل منزل پخپله ټاکي او عدالت او انصاف خپل شعار ګرځوي۔ د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی وویل چې مونږ د اقبال د افکارو په رڼا کښې د یوې شفافې، بااختیارې او بیدارې ټولنې د جوړولو لپاره خپل عزم بیا تکراروو دغسې چې پاکستان په ریښتیا سره د اقبال او قائد د خوبونو تعبير جوړ شي۔









