اسلام آباد۔7 نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د وسله والو ځواكونو په ضد د بيانونو غندنې كولو سره وئيلي دي زمونږ مېړني اهلكار د صوبې تحفظ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوي ٬ د پوځ عزم ته ګوته نيول د هغوي حوصلې او د اولس سلامتيا كمزورې كول ده ۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل بيان كښې ده ووئيل په استخباراتي بنياد آپرېشن …
په استخباراتي اطلاعات آپريشن د اولس تحفظ او د امن بحالۍ له كولې شي ٬ سياست بايد د قامي سلامتيا ادارو كمزورو كولو لپاره ونه كارولے شي: د خېبر پښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
اسلام آباد۔7 نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د وسله والو ځواكونو په ضد د بيانونو غندنې كولو سره وئيلي دي زمونږ مېړني اهلكار د صوبې تحفظ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوي ٬ د پوځ عزم ته ګوته نيول د هغوي حوصلې او د اولس سلامتيا كمزورې كول ده ۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل بيان كښې ده ووئيل په استخباراتي بنياد آپرېشن د اولس تحفظ او د امن بحالۍ له كيږي۔ ده د خېبر پښتونخوا اعلی وزير څخه د تحمل او د قامي يووالي په ځايې ساتلو غوښتنه وكړه۔ ده ووئيل سياست بايد د قامي سلامتيا ادارو كمزورو كولو لپاره ونه كارولے شي۔ ټول سياسي قوتونه تلپاتي امن لپاره وسله والو ځواكونو سره بايد اودرېږي۔ ده ووئيل د احتساب اصل پرېكړه به اولس په راروانو ټاكنو كښې وكړي۔









