فېصل آباد ۔ 6 نومبر (اے پي پي) په هېواد كښې د خورمه د كال پېدا وار شپږ نيم لاكهه ټنه نه هم زيات شوے دے چې پكښې د كال د 58 كروړه ډالره خورمه برآمد كېږي خو كه ضروري اسانۍ تر لاسه شي نو برآمدي هدف لا زياتېدے شي۔ د ډيټ پام هاروسټ ټريډنګ ابنډ ايكسپورتس پوهانو اثمار ووئېل پكستان كښې د غوره انتظامي خدمات او د شته اسانيو …
د خورمه كليز پېداوار د شپږ نيم لاكهه ټنه نه هم زيات شو

مزید خبریں
فېصل آباد ۔ 6 نومبر (اے پي پي) په هېواد كښې د خورمه د كال پېدا وار شپږ نيم لاكهه ټنه نه هم زيات شوے دے چې پكښې د كال د 58 كروړه ډالره خورمه برآمد كېږي خو كه ضروري اسانۍ تر لاسه شي نو برآمدي هدف لا زياتېدے شي۔ د ډيټ پام هاروسټ ټريډنګ ابنډ ايكسپورتس پوهانو اثمار ووئېل پكستان كښې د غوره انتظامي خدمات او د شته اسانيو د لاسه برآمدي خورمه د 26 كروړه ډالره نه په دوو كالو كښې 59 كروړ ډالر ته رسېدلې ده چې پكښې لا زياتوالے هم ممكن دے۔ هغوي ووئېل د خورمه برآمد په لړ كښې دا وخت مناسب اسانۍ نه لرلو سره د نړيوال معيار سيالي كول مشكل ده خو نا ممكن نه ده ۔ هغوي ووئېل پاكستان كښې دا وخت پېدا كېدونكې خورمه د خپل ښه معيار ٬ خوند او لذت په اعتبار سره د نړۍ اعلې قسمونو كښې شمېرلې كېږي خو د دې په په پېكنګ او د پراسسېنګ په نظام كښې لا ښه والے راتللے شي ۔









