کوئټه 05 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د ځوانانو خېرښګړې او پرمختګ په اړه غونډه شوې چې پكښې د پي اېم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان، د زراعت صوبائي وزير علي حسن زهري، د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادر خان پشمول د بېلا بېلو محكمو لوړ پورو ګډون وكړو ۔ په دې موقع ځوانانو لپاره د جاري او مجوزه فلاحي …
د بلوچستان وزيراعليٰ په مشرۍ كښې د ځوانانو خېرښګړې او پرمختګ په اړه غونډه

مزید خبریں
کوئټه 05 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د ځوانانو خېرښګړې او پرمختګ په اړه غونډه شوې چې پكښې د پي اېم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان، د زراعت صوبائي وزير علي حسن زهري، د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادر خان پشمول د بېلا بېلو محكمو لوړ پورو ګډون وكړو ۔ په دې موقع ځوانانو لپاره د جاري او مجوزه فلاحي منصوبو تفصيلي جاج واخستلے شو او په صوبه كښې د ځوانانو صلاحتونه رامخې ته كولو٬ د روزګار موقعې زياتولو او عملي شوليت ته ودې وركولو لپاره يو شمېر مهمې پرېكړې وشوې۔ په غونده كښې سلاح يوه شوه چې په بلوچستان كښې به وزيراعظم يوتھ پروګرام او د وزيراعليٰ يوتھ انيشييټيوز د يو كوټلې لائحې د لارې يو كولې شي دغسې چې ځوانانو ته زيات موثر او همكارا سهولتونه ورسولې شي۔









