کوئټه 03 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د چلتن ګھي مل په اړه غونډه شوې٬ په غٶنډه كښې د 33 كالو راهسې د قبضه كړي چلتن ګھي مل خرڅولو او د قبضه ګرو په ضد د سختې كاروائۍ پرېكړه كړې ده ۔ په دې موقع د صنعت سيکرټري وزيراعليٰ ته د بريفنګ په مهال ووئيل په كال 1992 …
وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي چلتن د غوړو مل په سركاري تحويل كښې د اغستو٬ د قبضه ګرو په ضد د قانوني كاروائۍ كولو امر

مزید خبریں
کوئټه 03 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د چلتن ګھي مل په اړه غونډه شوې٬ په غٶنډه كښې د 33 كالو راهسې د قبضه كړي چلتن ګھي مل خرڅولو او د قبضه ګرو په ضد د سختې كاروائۍ پرېكړه كړې ده ۔ په دې موقع د صنعت سيکرټري وزيراعليٰ ته د بريفنګ په مهال ووئيل په كال 1992 كښې د لوظنامې خلاف ورزي كولو سره د نجي كمپنۍ ليز ختم كړے شوے ٶ خو د دې باوجود په كمپنۍ غېر قانوني قبضه ساتلې شوې٬ د قبضه ګرو په ضد په عدالت عظميٰ او عدالت عاليه كښې دائر كړې شوي درخواستونه هم مسترد كړے شوي او په كمپنۍ كښې د صوبائي حكومت 23 كروړه روپو نه زياتې روپۍ پورې دي۔ وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په دې معامله د سختې مرورتيا څرګندونې كولو سره اړوندو څانګو ته امر وكړو چې چلتن ګھي مل په سركاري تحويل كښې اخستو سره دې د قبضه ګرو په ضد قانوني كاروائي وكړې شي۔









