کراچۍ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه وئيلي دي چې آزاد صحافت د جمهوريت بنياد دے ٬ آزادې ميډيا لپاره خوندي چاپيريال رامخې ته كول د رياست بنيادي ذمه واري ده۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ د خبريالانو په ضد جرمونو كښې د استثنی ختمولو نړيوالې ورځې په موقعه وزيراعلی هاؤس څخه جاري كړي خپل بيان كښې وكړه۔ سيد مراد علي شاه …
آزاد صحافت د جمهوريت بنياد دے ٬ آزادې ميډيا لپاره خوندي چاپيريال رامخې ته كول د رياست بنيادي ذمه واري ده: د سندھ وزيراعلی
کراچۍ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه وئيلي دي چې آزاد صحافت د جمهوريت بنياد دے ٬ آزادې ميډيا لپاره خوندي چاپيريال رامخې ته كول د رياست بنيادي ذمه واري ده۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ د خبريالانو په ضد جرمونو كښې د استثنی ختمولو نړيوالې ورځې په موقعه وزيراعلی هاؤس څخه جاري كړي خپل بيان كښې وكړه۔ سيد مراد علي شاه ووئيل د پاکستان پیپلز پارټي حكومت د رايې آزادۍ ته د تحفظ وركولو عزم لري۔ سندھ اولنۍ صوبه ده چرته چې د خبريالانو تحفظ لپاره بشپړ قانون نافذ كړے شوے دے او سندھ کمېشن فار پروټېکشن آف جرنلسټس عملي او فعاله كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل په ډیجیټل نړۍ كښې د خبريالانو تحفظ له نوې قانون سازي د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل په خبريالانو بريد كښې ككړ عناصرو سره به هېڅ ډول رعايت كولې نه شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې آزاد ې٬ محفوظ او بااعتماد ميډيا نه غېر د جمهوريت تصور نيمګړے دے۔










