د طورخم د لارې تيره ورځ 5,220 افغان كډوال خپل وطن ته لاړل ٬ د خيبر پښتونخوا د داخله او قبائلي چارو محكمه

پېښور ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د پاك افغان پولې طورخم د لارې تېره ورځ 5,220 افغان كډوال خپل وطن ته بېرته لاړل۔ د خيبر پښتونخوا د داخله او قبائلي چارو محكمې لخوا د جاري شوې اېکزټ ډېټا له مخې د طورخم په لاره 5,220 افغان كډوال خپل وطن ته بېرته تلي په كومو كښې چې 401 قانونی او 2,314 غېر قانون وګړي شامل وو۔ تر دې دمه ټول …

پېښور ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د پاك افغان پولې طورخم د لارې تېره ورځ 5,220 افغان كډوال خپل وطن ته بېرته لاړل۔ د خيبر پښتونخوا د داخله او قبائلي چارو محكمې لخوا د جاري شوې اېکزټ ډېټا له مخې د طورخم په لاره 5,220 افغان كډوال خپل وطن ته بېرته تلي په كومو كښې چې 401 قانونی او 2,314 غېر قانون وګړي شامل وو۔ تر دې دمه ټول 8 لکه 28 زره څخه زيات افغان وګړي بېرته تلي دي۔ د ډېټا له مخې اسلام آباد څخه 19، پنجاب څخه 450 افغان وګړي تېره ورځې ولېږلې شول۔ تر دې دمه نورو صوبو څخه 25 زره 392 افغان وګړي بېرته لېږلې شوي دي۔ دغسې د خېبر پښتونخوا ټرانزټ پوائنټس څخه تېره ورځ 19 افغان وګړي ډي پورټ كړې شول۔ پېښور ، لنډی کوتل او کوهاټ زندان څخه په مجموعي توګه 7,261 وګړي بېرته لېږلې شوي دي۔ تېره ورځ 1,326 افغان وګړي شېبه ګھړۍ په خېبر پښتونخوا كښې له پاتې كېدو وروستو ډيپورټ كړې شوي شول۔ تېره ورځ په مجموعي توګه 5,220 افغان وګړي د خېبر پښتونخوا د لارې بېرته لاړل۔ تر دې دمه ټول 8 لکه 28 زره څخه زيات افغان وګړي بېرته تلي دي۔ 54 زره څخه زيات قانوني او 6 لکه 28 زره غېر قانوني تاركين وطن افغان وګړي بېرته لېږلې شوي دي۔

مزید خبریں