پېښور۔ 02 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي د پېښور د سي ټي ډي پولیس سټیشن په ګودام کې د ذخیره شویو چاؤدېدونکو توکو له امله په رامنځته شوې چاؤدنه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګورنر هاوس پېښور لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د خیبر پښتونخوا ګورنر په پېښه كښې د شهید شوي پولیس له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده۔ …
د ګورنر فيصل كريم كنډي د سي ټي ډي پوليس سټيشن ګودام كښې په چاؤدنه د افسوس څرګنونه
پېښور۔ 02 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي د پېښور د سي ټي ډي پولیس سټیشن په ګودام کې د ذخیره شویو چاؤدېدونکو توکو له امله په رامنځته شوې چاؤدنه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګورنر هاوس پېښور لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د خیبر پښتونخوا ګورنر په پېښه كښې د شهید شوي پولیس له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده۔ ګورنر شهید پولیس لپاره د لوړو درجو او غمجنې کورنۍ ته د صبر دعا وكړه۔ ګورنر په چاودنه کښې ټپي شویو پولیس اهلكارو لپاره د زر روغتيا دعا او هغوي له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔










