د خيبر پښتونخوا وزيراعلی په دوآبه سيمه كښې په پوليس ګاډي د آئي اي ډي بريد نوټس

پېښور ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزير اعلی سهيل آفريدي د هنګو ضلعې په دوآبه سيمه كښې په پوليس ګاډي د آئي اي ډي بريد نوټس اخستلو سره آئي جي پوليس څخه د پېښې تفصيلي رپورټ طلب كړے دے۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلی په پېښه كښې ژوبل شوي اېس اېچ او او اے اېس آئی لپاره د غوره …

پېښور ۔ 02 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزير اعلی سهيل آفريدي د هنګو ضلعې په دوآبه سيمه كښې په پوليس ګاډي د آئي اي ډي بريد نوټس اخستلو سره آئي جي پوليس څخه د پېښې تفصيلي رپورټ طلب كړے دے۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلی په پېښه كښې ژوبل شوي اېس اېچ او او اے اېس آئی لپاره د غوره طبي آسانيو برابرولو هدايت كولو سره ووئيل د پوليس اهلكارو حوصلې او فرض شناسۍ ته درناوې وړاندې كوو۔ وزیراعلیٰ په صوبه كښې د امنيت لا ټينګولو او مشتبه عناصر تر نظر لاندې ساتلو هدايت هم وكړو۔ وزیراعلی سهېل آفریدی ووئيل چې په بزدلانه كارروائيو كښې ككړ عناصر به قانون سره مخ كولې شي۔

مزید خبریں