پېښور ۔ 01 نومبر (اے پی پی) د وزیراعلیٰ سهېل آفریدی په هدايت اېډمنسټرېشن ډیپارټمنټ د صوبائي كابينې د غړو د محكمو په باضابطه توګه اعلاميه جاري كړه۔ د اعلامیې له مخې مینا خان آفریدی ته صوبائی محکمه بلدیات، الېکشن و دیهی ترقی، ارشد ایوب خان ته محکمه ابتدائی و ثانوی تعلیم، فضل شکور خان ته محکمه پبلک هېلتھ انجینئرنګ، ډاکټر امجد علی محکمه هاؤسنګ، آفتاب عالم آفریدی محكمه قانون …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهیل آفریدی په هدايت د صوبائي كابينې غړو ته محكمې وسپارلې شوې
پېښور ۔ 01 نومبر (اے پی پی) د وزیراعلیٰ سهېل آفریدی په هدايت اېډمنسټرېشن ډیپارټمنټ د صوبائي كابينې د غړو د محكمو په باضابطه توګه اعلاميه جاري كړه۔ د اعلامیې له مخې مینا خان آفریدی ته صوبائی محکمه بلدیات، الېکشن و دیهی ترقی، ارشد ایوب خان ته محکمه ابتدائی و ثانوی تعلیم، فضل شکور خان ته محکمه پبلک هېلتھ انجینئرنګ، ډاکټر امجد علی محکمه هاؤسنګ، آفتاب عالم آفریدی محكمه قانون ٬ سید فخر جهان ته محكمه اېکسائز، ټېسېشن او نارکوټکس کنټرول، ریاض خان ته محکمه آبپاشی، خلیق الرحمان ته محکمه صحت، عاقب اے خان ته محکمہ ریلیف، بحالی او آبادکاری او فېصل خان ترکئی ته د محنت محكمې قلمدان وسپارلے شو۔










