پیښور31 اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا فيصل كريم كنډي سره د يوتھ پارليمنټ آف پاكستان استازي پلاوي عبيد قرېشي په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ ملاقات كےړ۔د پیښور ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې پلاوي كښې د پاكستان آزاد كشمير يوتھ پارليمنټ كوآرډينيټر راجه قيصر جميل٬د خېبرپښتونخوا انچارج فيصل جميد او د كابينې غړو ايمن حسن٬لائبه خليل او اسد علي خان شامل وو۔په ملاقات كښې ځوانان خپلواكه جوړولو٬حكومتي …
د حېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د يوته پارليمنټ آف پاكستان استازي پلاوي ملاقات
پیښور31 اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا فيصل كريم كنډي سره د يوتھ پارليمنټ آف پاكستان استازي پلاوي عبيد قرېشي په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ ملاقات كےړ۔د پیښور ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې پلاوي كښې د پاكستان آزاد كشمير يوتھ پارليمنټ كوآرډينيټر راجه قيصر جميل٬د خېبرپښتونخوا انچارج فيصل جميد او د كابينې غړو ايمن حسن٬لائبه خليل او اسد علي خان شامل وو۔په ملاقات كښې ځوانان خپلواكه جوړولو٬حكومتي اصلاحات او پائيدار پرمختګ لپاره په شريكو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د ملاقات په مهال پالېسۍ سازۍ كښې د ځوانانو موثر شموليت٬ د قيادت په وده٬جدت او سماجي پرمختګ په موقعو زور راوړلے شو ۔د يوتھ پارليمنټ آف پاكستان صدر عبيد قرېشي ګورنر د يوتھ پارليمنټ پاكستان په نړيواله كچه د نمائندګۍ او ځوانانو كردار نه خبر كړو۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل ځوانان د پاكستان اصل اتلان دي۔










