سمندر د لارې غیر قانوني ایران ته تلونكې 9 كسان ونيولے شول

کوئټه۔ 31 اکتوبر (اے پي پي) فیډرل انویسټي ګیشن ایجنسۍ (ایف آئي اے)کمپوزټ سرکل ګوادر په کامیابې کارروائۍ كولو كښې د سمندر د لارې غیر قانوني ایران ته د تللو هڅه کوونكې 9 كسان ګرفتار کړل۔ د ایف آئي اے وياند تر مخه د نيولے شوو ملزمانو تعلق د پنجاب د بېلو ضلعو څخه دے چې پكښې 6 كسان د منډي بهاالدین، 2 د ګوجرانواله او د 1 تعلق د …

کوئټه۔ 31 اکتوبر (اے پي پي) فیډرل انویسټي ګیشن ایجنسۍ (ایف آئي اے)کمپوزټ سرکل ګوادر په کامیابې کارروائۍ كولو كښې د سمندر د لارې غیر قانوني ایران ته د تللو هڅه کوونكې 9 كسان ګرفتار کړل۔ د ایف آئي اے وياند تر مخه د نيولے شوو ملزمانو تعلق د پنجاب د بېلو ضلعو څخه دے چې پكښې 6 كسان د منډي بهاالدین، 2 د ګوجرانواله او د 1 تعلق د شیخوپورہ څخه ښولے شوے دے ۔ د ایف آئی اے چارواكو تر مخه ټول ملزمان د جیواني ساحلي سيمې نه نيولے شوي ، كومو چې په غیر قانوني توګه د پاکستان نه ایران ته تلل غوښتل۔ د ابتدائي پلټنو تر مخه ملزمانو د ایران د لارې نورو هېوادونو ته د تللو ارادہ لرله ۔ وياند ووئېل د نيولے شوو خلاف د انساني قاچاق او غیر قانوني بارډر پار كولو مقدمه درج کړې شوې او لا پلټنې روانې دي ۔ وياند ووئېل په انساني اسمګلنګ كښې د ككړو عناصرو خلاف کریک ډاون روان دے او ټولې اسانۍ كارولې كېږي ٬ دغسې چې د غیر قانونی اقدامات حوصله ماته كړې شي ۔