د خيبر پښتونخوا ګورنر سره د آل پاكستان سي اين جي ايسوسي ايشن پلاوي ملاقات ٬ په پيښو مسئلو او نورو اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه

پېښور ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د آل پاكستان سي اېن جي اېسوسي اېشن (خېبر پښتونخوا زون) پلاوي د چيئرمېن پروېز خان خټك په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په پلاوي كښې فضل مقیم خان، منهاج خان محسود، لقمان شاہ، قاضی امجد علی، بادشاہ وزیر، ملک اېم نیاز او نور شامل ,و۔ په ملاقات كښې …

پېښور ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د آل پاكستان سي اېن جي اېسوسي اېشن (خېبر پښتونخوا زون) پلاوي د چيئرمېن پروېز خان خټك په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په پلاوي كښې فضل مقیم خان، منهاج خان محسود، لقمان شاہ، قاضی امجد علی، بادشاہ وزیر، ملک اېم نیاز او نور شامل ,و۔ په ملاقات كښې صوبې ته په سي اېن جي سېكټر كښې په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پلاوي وېنا وه چې دا صوبه تر ټولو زيات ګاز پېدا كوي بايد دلته سي اېن جي څانګې ته زياتې آسانۍ وركړې شي۔ پلاوي اېل پي جي زيات خطرناك او غېر قانوني ګرځولو سره ګورنر ته د دې د كارولو مخنيوي خواست هم وكړو۔ په دې مهال ګورنر فېصل کریم کنډی ووئيل حكومت په صوبه كښې د توان ټولو څانګو ته د ترقۍ او ماحول دوست ايندھن ته د ودې وركولو عزم لري۔ ده ووئيل سي اېن جي د توان يوه ارزانه او ماحول دوسته سرچينه ده۔ ده پلاوي ته باور وركړو چې په وفاقي كچه به اړوندو ادارو سره رابطه كښې د سي اېن جي صنعت ته پېښې مسئلې حل كولو له فعاله ګامونه پورته كړې شي