کوئټه۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان وزیرِاعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د سېكرټريز كمېټۍ غونډه وشوه په كومه كښې چې د صوبائي محكمو درې مياشتنيز راپورونه وړاندې كړے شول۔ غونډه كښې د بلوچستان چیف سېکرټری شکیل قادر خان بريفنګ وركړو۔ هغه ووئيل د 38 محكمو د كاركردګۍ جاج په 644 بېلو پېمانو واغستلے شو۔ د بريفنګ له مخې د لائيو سټاك محكمې كاركردګي تر ټولو ښه …
د وزيراعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د سيكرټريز كميټۍ غونډه ٬ د بيلو محكمو د كاركردګۍ جاج واغستلے شو
کوئټه۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان وزیرِاعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د سېكرټريز كمېټۍ غونډه وشوه په كومه كښې چې د صوبائي محكمو درې مياشتنيز راپورونه وړاندې كړے شول۔ غونډه كښې د بلوچستان چیف سېکرټری شکیل قادر خان بريفنګ وركړو۔ هغه ووئيل د 38 محكمو د كاركردګۍ جاج په 644 بېلو پېمانو واغستلے شو۔ د بريفنګ له مخې د لائيو سټاك محكمې كاركردګي تر ټولو ښه پاتې شوه۔ په دويم لمبر د خزانې ٬ په درېم د اربن پلاننګ ډوېلپمنټ ډیپارټمنټ ٬ په څلورم د قانون او په پنځم لمبر د كركيلې محكمه راغله۔ د كاركردګۍ په اعتبار سره په كمزورې پاتې شوو محكمو كښې په اول نمبر لوکل ګورنمنټ ٬ په دويم لمبر وېمن ډوېلپمنټ ٬ په درېم لمبر بېن الصوبائی رابطه ٬ په څلورم لمبر لېبر اېنډ مېن پاور او په پنځم لمبر سی اېم آئی ټی پاتې شوه۔ د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د اعلی كاركردګي ښودونكو محكمو مشرانو ته درناوې وړاندې كړو او د كمزورې پاتې شوو محكمو سېكرټريز ته يۍ د خپلې كاركردګۍ ښې كولو هدايت وكړو۔ وزیرِاعلی غونډې ته ووئيل د ښې واكمنۍ د لارې اولسي مسئلې دمه په دمه كمېدې شي۔ ده ووئيل د بلوچستان مسئلې حل كولو له به ټولو له په ايماندارۍ او جذبې سره كار كول وي۔ وزیرِاعلی ووئيل د پرمختيائي منصوبو رفتار بايد تند كړے شي دغسې چې اولس ته ريليف رسولو سره په حكومت د هغوي باور مضبوط شي۔ د غونډې په پېل كښې بھاګ ناړي كښې د ترهګرو په مقابله كښې د شهيد شوي اېس اېچ او لطف علي كھوسه لپاره لاس نيوه وشوه او د هغه لوړو درجو لپاره دعا وكړې شوه۔











