پېښور۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي وئيلي دي زما حكومت په سپېځلتيا او مشاورت باور لري٬ د ګوند د صوبائي اسمبلۍ غړي ګوند سره لكه د غر مضبوط ولاړ دي۔ په پېښور كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل كه سپيكر لپاره ټاكنې وي يا وزيراعلی لپاره ، د ګوند د صوبائي اسمبلۍ غړو د ګوند بشپړه ملګرتيا كړې۔ سهېل آفریدی ووئيل زما ګوند …
صوبائی حکومت په مشاورت باور لري ٬ د خيبر پښتونخوا وزيراعلی ميډيا سره خبرې
پېښور۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي وئيلي دي زما حكومت په سپېځلتيا او مشاورت باور لري٬ د ګوند د صوبائي اسمبلۍ غړي ګوند سره لكه د غر مضبوط ولاړ دي۔ په پېښور كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل كه سپيكر لپاره ټاكنې وي يا وزيراعلی لپاره ، د ګوند د صوبائي اسمبلۍ غړو د ګوند بشپړه ملګرتيا كړې۔ سهېل آفریدی ووئيل زما ګوند ته په صوبه كښې حكومت په درېم ځل د ګډ ګورننس له امله ترلاسه شوے دے او دا وارې به هم په خېبر پښتونخوا كښې د بشري حقونو احترام باوري كوو۔ وزیراعلیٰ ووئيل ان هاؤس کمېټۍ تېره ورځ څلور ساعته په هغه چارو غور وكړو كومو لپاره به چې قانون سازي كولې شي۔ ده پاك افغان مذاكرات خوشبينه ګرځولو سره ووئيل صوبائی حکومت او اولس هم سټېك هولډرز دي ٬ له دې كبله په كومه هم پرېكړه كښې بايد دوئي هم اعتماد كښې واغستلے شي۔ سهيل افريدي زياته كړه چې پاكستان له به د خپلو ګټې تحفظ كول وي ولې چې د هېوادونو اړيكې تل د خپلو مفاداتو تابع وي۔ وزیراعلیٰ د ګوند باني سره د ملاقات په اړه ووئيل په لسټ كښې زما نامه شامله ده ٬ ګورو چې ملاقات امكان لري يا نه۔ سهېل آفریدی ووئيل صوبائي حكومت په هره يوه معامله كښې په سپېځلتيا او مشاورت باور لري











