د هيواد دښمنه بيانيې په مخنيوي كښې د ځوان كول كردار زيات اهميت لري:د خيبر پښتونخوا ګورنر

اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې د هېواد دښمنه بيانيې په مخنيوي كښې د ځوان كول كردار زيات مهم دے۔ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې ددې خيالاتو څرګندونه ده د شهید ذوالفقار علی بھټو یونیورسټی آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی طالب علم فصیح حسن عمرانی سره دلته په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې …

اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې د هېواد دښمنه بيانيې په مخنيوي كښې د ځوان كول كردار زيات مهم دے۔ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې ددې خيالاتو څرګندونه ده د شهید ذوالفقار علی بھټو یونیورسټی آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی طالب علم فصیح حسن عمرانی سره دلته په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل زده كوؤنكي دې خپل ټول پام عصري مهارتونه ترلاسه كولو پلو وګرځوي ٬ د ټېكنالوجۍ په مېدان كښې وړاندې تلونكي قامونه كاميابۍ ترلاسه كوي۔ طالب علم فصیح حسن عمرانی د ګورنر فېصل کریم کنډی یوتھ انګېجمنټ ، وېمن امپاورمنټ اېجنډا پاکستان او خېبر پښتونخوا لپاره غوره نتيجې رامخې ته كوؤنكې وګرځوله