فېصل آباد۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) د حرمت رسول (ص) پتنګ غازي علم دين شهيد (رح) كليزه سبا د جمعې په ورځ د اكتوبر په 31 مه نېټه لمانځلې شي۔ په 6 اپرېل 1929 د رسالت او رسول حرمت پروانې غازي علم دين شهيد د حضور پاك (ص) په شان كښې په ګستاخۍ د مشتمل كتاب په ليكلو او شائع كولو يو هندو پبلشر راجپال په انار كلي لاهور …
د حرمت رسول (ص) پتنګ غازي علم دين شهيد (رح) كليزه سبا لمانځلې شي
فېصل آباد۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) د حرمت رسول (ص) پتنګ غازي علم دين شهيد (رح) كليزه سبا د جمعې په ورځ د اكتوبر په 31 مه نېټه لمانځلې شي۔ په 6 اپرېل 1929 د رسالت او رسول حرمت پروانې غازي علم دين شهيد د حضور پاك (ص) په شان كښې په ګستاخۍ د مشتمل كتاب په ليكلو او شائع كولو يو هندو پبلشر راجپال په انار كلي لاهور كښې په خپل دفتر د انګرېز سركار زيات پوليس ګارډ په موجودګۍ كښې د چاقو په ګزار وژلے ؤ۔ غازي علم دين ته د دفعه 302 تعزيرات هند لاندې په 22 مئي 1929 د مرګ سزا وارولې شوه ٬ د ده وكيل صفائي قائد اعظم (رح) ؤ خو د انګرېز سركار پريوي كونسل د ده اپېل خارج كړو او په 31 اکتوبر 1929 په حرمت رسول قربانېدونكے دا پروانه غازی علم دین ؒ په میانوالی زندان كښې په سولۍ كړې شو۔ په سولۍ كېدو څخه وړاندې ده په پھانسي ګھاټ موجود انګرېز او هندو افسران مخاطب كولو سره ووئيل ما د رسول (ص) حرمت لپاره راجپال وژلے دے۔ تاسو ګواه وسۍ چې زه د نبي علېه السلام په مينه كښې كلمه شهادت وايم او د حق په لاره كښی قرباني وركوم۔ غازی علم دین شهید د ټولو په وړاندې درې ځله په اوچت آواز كلمه شهادت ووئيله او بيا يۍ د پھانسۍ رسۍ ښكلولو سره په خپله غاړه كښې واچوله۔ په سولۍ كېدو څخه وورستو د هغه د جنازې لمونځ په ميانوالي زندان كښې ادا كړے شو او دغلته خاورو ته وسپارلے شو۔ د دې په ضد د لاهور په شمول په بېلو ښارونو كښې لاريونونه ووېستلې شوو۔ د مسلمانانو پلاوي د ډاكټر علامه اقبال او سر اېم شفیع په مشرۍ كښې د هند وائسرائے څخه د ملاقات په مهال د غازي علم دين د جسد لاهور ته د اوړلو غوښتنه وكړه۔ وائسرائے د دوئي خواست منظور كړو او په 8 نومبر 1929 د غازي علم دين شهيد جسد لاهور ته راوړلے شو۔ د هغه په جنازه كښې د لكھونو په شمېر كسانو ګډون وكړو۔ دا په تاريخ كښې اولنۍ پېښه وه چې د غازي علم دين شهيد 4 ځله د جنازې لمونځ ادا كړے شو۔ وروستو دې د مياني صاحب لاهور په مقبره كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ د تدفين په موقع حكيم الامت ډاكټر علامه اقبال د غازي علم دين جسد لحد ته كوز كړو۔ د شهيد تندے ښكلولو سره علامه اقبال ووئيل “ترکھاناں دا منډا بازی لے گیا، اسی تے گلاں کردے رہ گئے”۔ د ناموس رسالت ؐ شهيد كليزې په موقع به دده په قبر دوه ورځنے عرس كيږي په كوم كښې به چې د زرګونو په شمېر فرزندان اسلام ګډون كوي











