پېښور ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي خېبر پښتونخوا بلها قيمتي معدني وسائل لري او كه دا صنعت په عصري بنيادونو اودرولې شي نو دا نه يوازې د صوبې بلكې د هېواد په معيشت كښې هم ښكاره كردار ترسره كولې شي۔ جمز اسټون انډسټری د صوبې پېژندګلو ده٬ خېبر پښتونخوا به د هنر ٬ وسائل او موقعو په لحاظ سره د پاكستان تر ټولو …
خيبر پښتونخوا بلها معدني وسائل لري ٬ جمز اسټون انډسټري د صوبې پيژندګلو ده: ګورنر
پېښور ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي خېبر پښتونخوا بلها قيمتي معدني وسائل لري او كه دا صنعت په عصري بنيادونو اودرولې شي نو دا نه يوازې د صوبې بلكې د هېواد په معيشت كښې هم ښكاره كردار ترسره كولې شي۔ جمز اسټون انډسټری د صوبې پېژندګلو ده٬ خېبر پښتونخوا به د هنر ٬ وسائل او موقعو په لحاظ سره د پاكستان تر ټولو مضبوطه صوبه جوړولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې د پاکستان جېمز منرل مېنوفېکچررز اېکسپورټرز اېسوسی اېشن لخوا د انعامونو دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې ګورنر د منرل او جېم سټون په څانګه كښې په غوره كاركردګۍ 34 شخصیات ته ايوارډز وركړل۔ په دستوره كښې د پاکستان جېمز منرل مېنوفېکچررز اېکسپورټرز اېسوسی اېشن صدر نورالحسن، د صوبائي اسمبلۍ پخواني غړي خالد وقار چمکنی، د رومانیه اعزازی قونصل جنرل مسعود ، د افغانستان او ایران قونصلېټ استازو ، د اېسوسی اېشن وائس چیئرمېن اصف خان، د سرحد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری جنېد الطاف، د پېښور چېمبر آف کامرس صدر شکیل احمد، د كاڼو صنعت سره تړون لرونكو کاروباری شخصیات او پوهانو ګډون وكړو۔ دستورې ته د اېسوسي اېشن صدر نور الحسن ٬ د رومانيه اعزازي قونصل جنرل مسعود او نوشاد هم خطاب وكړو۔ ګورنر دستورې ته خطاب كښې د پاکستان جېمز منرل مېنوفېکچررز اېکسپورټرز اېسوسی اېشن عهدېدارو او ايوارډ ترلاسه كوؤنو شخصيات له مباركي وركړه۔ ده ووئيل ستاسو په جذبه او د حكومت په مرسته به دا صنعت نوو بامونو ته ورسي۔ ګورنر ووئيل سرمايه كارۍ لپاره امن ضروري دے او دې لپاره به هر مكاتب فكر له په ګډه كار كول وي











