د بلوچستان حکومت د “پیپلز مینارټی کارډ” جاري كولو پريكړه ، د اقلیتونو سماجي او معاشي پرمختګ لپاره 50 كروړه روپۍ بيلې كړې شوې

کوئټه۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان حکومت په صوبه كښې د اقليتونو سماجي او معاشي پرمختګ لپاره د "پیپلز مینارټی کارډ" جاري كولو پرېكړه كړې ده۔ په دې لړ كښې د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی په مشرۍ كښې د نهې په ورځ په وزيراعلی هاؤس كښې يوه مشاورتي غونډه وشوه په كومه كښې چې د اقليتونو خېر ښېګړې له په بېلو اقداماتو بشپړ غور وكړے شو۔ وزیراعلیٰ غونډې …

کوئټه۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان حکومت په صوبه كښې د اقليتونو سماجي او معاشي پرمختګ لپاره د “پیپلز مینارټی کارډ” جاري كولو پرېكړه كړې ده۔ په دې لړ كښې د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی په مشرۍ كښې د نهې په ورځ په وزيراعلی هاؤس كښې يوه مشاورتي غونډه وشوه په كومه كښې چې د اقليتونو خېر ښېګړې له په بېلو اقداماتو بشپړ غور وكړے شو۔ وزیراعلیٰ غونډې ته خطاب كښې ووئيل د روان كال په مهال “مېنارټی انډومنټ فنډ” لپاره 50 کروړه روپۍ بېلې كړې شوي او په راروان مالي كال كښې به دا فنډ بجټ تر يو ارب روپو زياتولې شي۔ ده ووئيل د “پیپلز مینارټی کارډ” د لارې اقليتي ورورولۍ ته به صحت ٬ تعليم ٬ روزګار او كاروبار كښې آسانۍ وركولې شي۔ د اقليتونو د حقونو تحفظ او د دوئي خېر ښېګړه د بلوچستان حكومت تر ټولو وړومبۍ ترجيح ده۔ وزیراعلیٰ ووئيل د پروګرام له مخې به اقليتي ورورولۍ له بېلې منصوبې پېل كولې شي او د فنډ په سپېځلې او فعاله توګه كارول باوري كولو له عصري ډیجیټل مانیټرنګ نظام معارفي كولې شي۔ میر سرفراز بګټي ووئيل د اقلیتی لارښودو په مشاورت سره به د “پیپلز مینارټی کارډ” پروګرام تفصیلات ته حتمي شكل وركولې شي۔ دا اقدام به په بلوچستان كښې سماجي مساوات او بېن المذاهب همغږۍ ته د ودې وركولو عملي مظهر ثابت شي۔ ده ووئيل د اقلیتونو پرمختګ او سوكالۍ سره به د صوبې مجموعي سماجي همغږي زياته مستحكمه شي۔ په مشاورتي غونډه كښې د اقليتي چارو پارلیمانی سېکرټری سنجے کمار، چیف سېکرټری بلوچستان شکیل قادر خان، پرنسپل سېکرټری بابر خان او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔