ډېره مراد جمالي٬ دا نن ورځ په كشمير د هند قبضې خلاف د احتجاج او د يوالي ورځ ده ٬ پخوانے صوبائي وزير اظهار كهوسه

دېره مراد جمالي 27 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان پخواني صوبائي وزير مير اظهار حسېن كهوسه د 27 اكتوبر تورې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئېلي دي دا نن ورځ په كشمير د هند قبضې په خلاف د كشميري اولس سره د احتجاج او د يووالي ورځ ده۔ په 27 اكتوبر 1947 هند خپل پوځونه جمو وكشمير ته په داخلولو په رياست غېر قانوني قبضه كړې وه۔ دا …

دېره مراد جمالي 27 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان پخواني صوبائي وزير مير اظهار حسېن كهوسه د 27 اكتوبر تورې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئېلي دي دا نن ورځ په كشمير د هند قبضې په خلاف د كشميري اولس سره د احتجاج او د يووالي ورځ ده۔ په 27 اكتوبر 1947 هند خپل پوځونه جمو وكشمير ته په داخلولو په رياست غېر قانوني قبضه كړې وه۔ دا ورځ كشميريان او مونږ پاكسنتانيان هر كال د تورې ورځې په توګه نمانځوو۔ ده ووئېل مونږ د كشميريانو ورونړو او خوېندو سره ولاړ يوو او د هغوي حق خود اراديت لپاره د غوښتنې مكمل مرسته كوو٬ ده ووئېل د هند ظلمونو او كرفيو خلاف او د انساني پاماليو باوجود د كشميريانو حوصلې لوړې دي۔ ده ووئېل راځې چې په نن ورځ لوظ وكړو چې مونږ به د كشمير تر آزادۍ خپله سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتو۔