كوئټه۔ 27 اكتوبر (اے پي پي)د بلوجستان ګورنر جعفر مندوخېل وئېلي دي د بلوچستان د 17 نېشنل وركشاپ تابيا په قامي او صوبائي دواړو كچه په مسائلو په ښه ډول پوهېدو لو حل كولو لباره لاره هوارول دي۔ د مناسب تعليم او تربيې تر لاسه كولو نه پس قامي يو والي او د هېواد سلامتيا لپاره د عملي ګامونو اغستلو سخت ضرورت دے ٬ ځكه جې حقيقي علم هغه دے …
بلوچستان نېشنل وركشاپ مقصد په قامي او صوبائي كچه مسائل حل كول دي٬ د بلوچستان ګورنر جعفر مندو خېل

مزید خبریں
كوئټه۔ 27 اكتوبر (اے پي پي)د بلوجستان ګورنر جعفر مندوخېل وئېلي دي د بلوچستان د 17 نېشنل وركشاپ تابيا په قامي او صوبائي دواړو كچه په مسائلو په ښه ډول پوهېدو لو حل كولو لباره لاره هوارول دي۔ د مناسب تعليم او تربيې تر لاسه كولو نه پس قامي يو والي او د هېواد سلامتيا لپاره د عملي ګامونو اغستلو سخت ضرورت دے ٬ ځكه جې حقيقي علم هغه دے كوم چې په ټولنه كښې ګتور او تعميري بدلونونه راوستلې شي ۔ زه هيله او باور لرم جې د دې وركشاپ ګډون كوونكې به د هېواد او صوبو كښې د تل پاتي امن ٬ يو والي ٬ روادارۍ او د قامي جذبې وده كښې لا متحرك او موثر كردار ادا كړي ۔ واضحه دې وي چې د وركشاپ په مهال د كشميريانو سره د يو والي په خاطر د يو منټ خاموشي اختيار كړې شوه۔ په دې مهال برېګېډيئر بلال غفور هم موجود ؤ۔ وركشاپ ته ګورنر ووئېل د قامي وركشاپ بنيادي مقصد د ټولنې ټاكلي كسان په يو فورم يو ځائے كول دي ٬ د دوي صلاحيتونه زياتول دي دغسې چې پخپپلو څانګو كښې په زړه پورې برخه واچوي چې ګټه يې هېواد او قام ته ورسي۔ده ووئېل تاسو ګډون كوونكې ډېر خوش قسمته يې چې تاسو د ډېرو پوهانو نه ډېر څه زده كړل۔ او د ګرډ هېواد خلقو سره مو مشاهدات او خپل تجربات شيئر كړل۔ ده ووئېل اوس دا ستاو ذمه واري ده چې یخپلو څانګو او سيمو كښې په ديانت او مينه خپل علم او تجربه پكار راولې٬ د دې نه علاوه ستاسو نه مونږ ډېرې هيلې لرو چې تاسو به د اجتماعي زېركتيا سره د هېواد تل پاتي سياسي و اقتصادي استحكام او ترقۍ لپاره مهم كردار ادا كړې۔ دغسې ګورنر ګدون كوونكو ته مباركي وركړه او ګدون كوونكو ته يې يادګاري شيلډز او سندونه وركړل۔








