د امنيتي ځواكونو شمالي وزیرستان دته خیل سيمه كَښې کارروائي ، 6 ترهه ګر ووژل شول ، په څلورو ورځو كښې د وژلے شوو خوارجو شمېره 94 ته ورسېده

پنډۍ ۔17اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د شمالي وزیرستان په دته خیل كښې په استخباراتي اطلاعات کارروائۍ كښې 6 خوارج وژلي دي ، په تېرو څلورو ورځو كښې د افغان طالبانو رالېږلې شوي 94 خوارج وژلي شوي ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه د شمالي وزیرستان په ټنګ کلي (دته خیل) كښې امنيتي ځواكونو په استخباراتي بنياد آپریشن وكړو۔ امنيتي ځواكونو ته په خوا وشا سيمو كښې د ترهه …

پنډۍ ۔17اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د شمالي وزیرستان په دته خیل كښې په استخباراتي اطلاعات کارروائۍ كښې 6 خوارج وژلي دي ، په تېرو څلورو ورځو كښې د افغان طالبانو رالېږلې شوي 94 خوارج وژلي شوي ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه د شمالي وزیرستان په ټنګ کلي (دته خیل) كښې امنيتي ځواكونو په استخباراتي بنياد آپریشن وكړو۔ امنيتي ځواكونو ته په خوا وشا سيمو كښې د ترهه ګرو د تګ راټګ اطلاعات تر لاسه شوي وو ۔ ځواكونو د اطلاعات تر مخه د 8 نه تر 10 ورځو د سيمې په زړه پورې نګراني وكړه ، په 16 اکتوبر سکیورټي فورسز د دغه ترهه ګرو نه تاو شول، د ډزو په تبادله كښې 6 ترهه ګر ووژل او 3 ژوبل شول ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه په وژلے شوو ترهه ګرو كښې د فتنه الخوارج کمانډر محبوب عرف محمد شامل دے۔ د امنيتي ځواكونو دا کارروائي په سيمه كښې د امن دښمن عناصرو خلاف د روان آپریشن برخه ده ، اولس او ځواكونه هېواد څخه د ترهه ګرۍ ناسور د جرړې نه ويستلو له عزم لري ۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه په تېرو څلورو ورځو كښې د افغان طالبان رالېږلي 94 خوارج وژلې شوي دي ۔ د نیشنل ایکشن پلان تر مخه د اولس او امنيتي ځواكونو د اړخه د ترهه ګرو خلاف د كوم فرق نه غېر او مسلسل کارروائۍ روانې دي ۔

مزید خبریں