وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې لنډ مهاله سفيري نيټلي بيكر ملاقات

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د امريكې لنډ مهاله سفيرې نيټلي بيكر ملاقات كړې چې پكښې د پاك امريكا د اړيكو٬ سيمه ايز امن او سرمايه كارۍ په وده د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د داخله وزارت وياند له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير د غزه امن په لوظ نامه د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ مخلصانه هڅو ستائنه كولو سره وئيلي …

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د امريكې لنډ مهاله سفيرې نيټلي بيكر ملاقات كړې چې پكښې د پاك امريكا د اړيكو٬ سيمه ايز امن او سرمايه كارۍ په وده د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د داخله وزارت وياند له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير د غزه امن په لوظ نامه د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ مخلصانه هڅو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې مينځني ختيز كښې د پائيدار امن كريډېټ صدر ټرمپ ته ځي۔ ده ووئيل چې پاكستان نړۍ د ترهګرۍ څخه محفوظ ساتلو لپاره لويې قيمت ادا كړې او د فرنټ لائن رياست په توګه بې شمېره قربانۍ وركړې دي۔ د امريكې لنډ مهاله سفيرې نيټلي بيكر د ترهګرۍ اوسنو پېښو كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ووئېل چې امريكا د پاكستان قربانو ته د قدر په نظر ګوري او هر ممكنه مرسته به جاري ساتي۔ په ملاقات كښې داخله وزير مملكت طلال چوهدري٬ داخله سېكرټري خرم آغا٬ د اسلام آباد چيف سېكرټري٬ د پوليس آئي جي او د اسلام آباد ډپټي كمشنر هم موجود وو

مزید خبریں