اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې افغانستان څخه په پاكستان بريد د هند په امر شوې٬ پاك پوځ د بريد سخت ځواب وركړې٬ په پاكستان چې بريد وشو نو افغان خارجه وزير په ډيلي كښې ٶ٬ د افغانستان په درخواست 48 ساعتونو لپاره د عارضي جنګ بندۍ پرېكړه شوې ده٬ مونږ خپل جائز شرطونو سره افغانستان سره خبرو له چمتو يو، په غزه …
افغانستان څخه په پاكستان بريد د هند په امر شوې٬ پاك پوځ د بريد سخت ځواب وركړې٬ په غزه كښې جنګ بندي او د خونړي جنګ بندېدل لويه كاميابي ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي كابينې په غونډه كښې څرګندونې

مزید خبریں
اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې افغانستان څخه په پاكستان بريد د هند په امر شوې٬ پاك پوځ د بريد سخت ځواب وركړې٬ په پاكستان چې بريد وشو نو افغان خارجه وزير په ډيلي كښې ٶ٬ د افغانستان په درخواست 48 ساعتونو لپاره د عارضي جنګ بندۍ پرېكړه شوې ده٬ مونږ خپل جائز شرطونو سره افغانستان سره خبرو له چمتو يو، په غزه كښې جنګ بندي او د خونړي جنګ بندېدل لويه كاميابي ده٬ د پاكستان موقف ډېر واضح دے٬ بايد فلسطينيانو ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق وركړې شي، په غزه سياست كوٶنكي ھغه وخت چرته ٶ چې هلته په كوڅو كښې وينې بهېدې، پاكستان به كشميريانو لپاره هم غږ پورته كوي٬ آئي اېم اېف سره د سټاف لېول لوظنامه شوې ده، بايد دا اوس آئي اېم اېف سره آخري پروګرام وي٬ د معركه حق نه وروسته د هېواد عزت زيات شوے دے، پاكستان چې په اقتصادي توګه هم مستحكم شي نو نړۍ به دې پلو مخه وكړي۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل افغان چارواكي مو په رموس د پوهه كولو په زړه پورې هڅه كړې چې په افغانستان كښې مېشته د كروړونو خلق زمونږ وروڼه خوېندې دي٬ د دواړو هېوادونو د 2 زره كلوميټره نه اوږده پوله ده٬ مونږ د زړه د خلاصه د محدود وسائلو باوجود د 40 لكه نه د زيات افغانانو تر لسيزو كوربتوب كړے، مونږ د ورورولۍ رشته قائم او دائم ساتلے خو د بده مرغه افغانستان څخه كاروائۍ ترهګر كوي٬ دوي ته څوك غږ نه كوي٬ دوي نه يوازې په پاكستان كښې بې ګناه خلق وژني بلكې پاك پوځ، د قانون نافذ كوٶنكو ادارو او پوليس چارواكي او ځوانان هم شهيدان كوي۔ وزيراعظم ووئيل د دې وروستيو پېښو نه وروسته د پاكستان صبر تمام شوے دے ۔ ده ووئيل اسحاق ډار څو ځله د افغانستان دوره كړې، د دفاع وزير او نور چارواكي هم افغانستان ته تللي٬ افغان چارواكو سره په ښه ډول خبرې شوې چې مونږ ګاٶنډي هېوادونه يو٬ مونږ به ګاٶنډيان يو٬ بايد معاملے مشاورت سره حل كړې شي دغسې چې په منطقه كښې د امن او پرمختګ پړاٶ پېل شي، د بده مرغه د ټولو هلو ځلو باوجود افغانستان امن له ترجيح ورنه كړه٬ افغانستان څخه په پاكستان بريد د هند په امر شوې٬ په پاكستان چې بريد وشو نو افغان خارجه وزير په ډيلي كښې ٶ٬ په مجبورۍ كښې زمونږ مېړني پوځ د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د دفاع خپل حق استعمالولو سره افغانستان ته سخت ځواب وركړو، د دې نه وروسته افغانستان د جنګ بندۍ خواست وكړٶ٬ د افغانستان په درخواست 48 ساعتونو لپاره د عارضي جنګ بندۍ پرېكړه شوې ده٬ كه ھغوي زمونږ جائز شرطونو سره د خبرو اترو د لارې معاملے حل كول غواړې نو مونږ لپاره چمتو يو، دا پېغام افغان چارواكو ته رسولې شوے دے، اوس بال د ھغوي په كورټ كښې دے كه ھغوي واقعي چې سنجيده دي نو خبرو ته دې راوړاندې شي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ دوست هېوادونه په خاص توګه قطر په دې معامله كښې ډېر سنجيده هڅې كوي، شرم الشيخ كښې چې كله زما د قطر امير سره ملاقات وشو نو ھغه ووئيل چې په پاكستان بريد كول پكار نه وو٬ مونږ غواړو چې معامله هواره كړو مونږ په دې كښې خپل كردار لوبول غواړو۔ وزيراعظم ووئيل افغان چارواكو ته هم دا ووئيل شول چې مونږ د شريك مشاورت او مرستې د لارې د امن فضا جوړول غواړو، مونږ غواړو چې فتنه الخوارج ختم شي او دغه خاوره ترهګرۍ لپاره ونه كارولې شي او دا معامله د اوږدې مودې په بنياد حل شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د شهيدانو جنازې كړې٬ د شهيدانو كورنيو هم وئيلي دي چې د ترهګرو خاتمه پكار ده ۔ وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې په 2018 كښې د ترهګرۍ بشپړه خاتمه شوې وه٬ څه وجه ده چې دې فتنې بيا سر پورته كړو٬ پخواني حكومت د زرګونو په شمېر ترهګر آبادولو او د دوي ئې په پاكستان كښې هركلے كړې او هم دا د دوي د بيا سر پورته كولو بنيادي سبب دے۔ وزيراعظم ووئيل په شرم الشيخ كښې په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره لوظنامه شوې ده٬ 74 زره كوچنيان٬ مېندې خوئندے٬ سپين ګيري او ځوانان شهيدان شوي، د غزه ماشومان په سكولونو روغتونونو كښې شهيدان كېدل او د دوي بچ كوٶنكي څوك نه ٶ٬ په جنګ بندۍ كښې پاكستان او نورو هېوادونو بشپړه كردار لوبولو نو ھغه وخت دلته چا چې نه غوښتل چې امن دې راشي په شا سياست كول غوښتل٬ په جنګ بندۍ سياست كول كوم انصاف دے٬ د كوم ځائ اصول دے او ورورولي ده٬ كله چې د شودے ماشومان شهيدان كېدل٬ په سكولونو روغتونونو كښې شهيدان كېدل نو ھغه وخت دا خلق چرته وٶ دوي به ھغه وخت جنګ بندي كړې وه كله چې وېنې بهېدې۔ وزيراعظم ووئيل په غزه كښې د جنګ بندۍ نه وروسته اوس وينې بهېدل بند شوي دا لويه كاميابه ده، په دې كښې د صدر ټرمپ او د ټولو اسلامي هېوادونو بشپړه كردار دے په خاص توګه د قطر٬ سعودي عرب، مصر ،اردن، متحده عرب امارات او د تركيه كردار ډېر اهم دے، په لوظنامه تركيه، مصر٬ قطر او امريكې لاسليك كړې او پاكستان هم خپل فرض پاللې۔ په نيويارك او واشنګټن كښې صدر ټرمپ سره ملاقات شوې، واشنګټن كښې په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير او فيلډ ماشل سيد عاصم منير هم ګډون كړې و٬ په شرم الشيخ كښې د امن تړون نه وروسته په غزه كښې جشن ٶ خلق په سړكونو راووتل او په سجده شول خلقو دا اميد ولرلو چې اوس به امن راشي٬ بايد مونږ هم د الله پاك په دربار كښې سر په سجده شو چې هلته امن راغے اوس په بل پړاٶ كښې د پاكستان كردار او موقف ډېر واضح دے، د فلسطين رياست جوړېدل پكار دي٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې فلسطينيانو ته د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدل پكار دے، مونږ به د دوي حق لپاره غږ پورته كوٶ۔ پاكستان به كشميريانو لپاره هم غږ پورته كوي٬ آئي اېم اېف سره د سټاف لېول لوظنامه شوې ده، اوس به پاكستان ته قسط ترلاسه شي٬ بايد دا اوس آئي اېم اېف سره آخري پروګرام وي٬ د معركه حق نه وروسته د هېواد عزت زيات شوے دے، پاكستان چې په اقتصادي توګه هم مستحكم شي نو نړۍ به دې پلو مخه وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس سره دا لوظ كوٶ مونږ به ډېره خواري كوٶ٬ مېرټ به باوري كوٶ او پاكستان به يو داسې هېواد جوړوٶ د كوم خوب چې قائد ليدلې ٶ او كوم لپاره چې د لكهونو په شمېر خلقو خپل ځوانانه قربان كړي وو۔











