اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د مېرمنو صحت، عزت او بااختياري د قامي پرمختګ بنياد ګرځولو سره وئيلي دي چې د برېسټ كېنسر په اړه به د هرې مېرمنې خبرتيا٬ سكريننګ او د درملنې سهولت باوري كول وي٬ پارلمان د مېرمنو د صحت ودې او د مساوي درملنې عزم لري۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ د برېسټ كېنسر په …
د برېسټ كېنسر په اړه به د هرې مېرمنې خبرتيا٬ سكريننګ او د درملنې سهولت باوري كول وي٬ پارلمان د مېرمنو د صحت ودې او د مساوي درملنې عزم لري۔ سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د مېرمنو صحت، عزت او بااختياري د قامي پرمختګ بنياد ګرځولو سره وئيلي دي چې د برېسټ كېنسر په اړه به د هرې مېرمنې خبرتيا٬ سكريننګ او د درملنې سهولت باوري كول وي٬ پارلمان د مېرمنو د صحت ودې او د مساوي درملنې عزم لري۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ د برېسټ كېنسر په اړه خبرتيا او د ذهني صحت ودې په اړه سېمينار كښې د خاص مېلمه په توګه د ګډون په مهال كړې۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د هر هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره د مېرمنو كردار د اهميت وړ دے٬ صحت مند مور د صحت مند كورنۍ ضمانت وي٬ په قامي كچه د اجتماعي اقدام نه غېر په برېسټ كېنسر قابو موندل ناممكن دي۔ ده د مېرمنو صحت، عزت او بااختياري د قامي پرمختګ بنياد ګرځولو سره د پاكستان كښې د برېسټ كېنسر په زيات شويو كېسونو د تشويش څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل اولسي پوهه٬ په وخت تشخيص او درملنه د دې رنځ په ضد اصلي ډهال دے۔ ده ووئيل چې “بريسټ كېنسر د خبرتيا مياشت” يو علامتي كمپائن نه دے٬ د عملي اقدام وخت دے٬ د پنك ربن نه پرته عملي اقداماتو پورته كولو ته اړتيا ده۔ ده د مېرمنو حوصلے٬ همت او هلو ځلو ته سلام وړاندې كولو سره ووئيل چې د برېسټ كېنسر په اړه به د هرې مېرمنې خبرتيا٬ سكريننګ او د درملنې سهولت باوري كول وي٬ پارلمان د مېرمنو د صحت ودې او د مساوي درملنې عزم لري۔











