وفاقي وزير نړيواله ورورولي د پاكستان په كريډټ ريټنګ كښې د بهتري٬ د كاروباري ورورولۍ په باور كښې د زياتوالي او د سرمايه كارۍ موقعو نه خبر كړه

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د نړيوال مالياتي فنډ او د نړيوال بېنك د كلنو غونډو په موقع د امريكې په پايه تخت واشنګټن ډي سي كښې د مهمو ملاقاتونو او دستورو په موقع د خبرو په مهال نړيواله ورورولي د پاكستان په كريډټ ريټنګ كښې د بهترۍ٬ د كاروباري ورورولۍ په باور كښې د زياتوالي او د سرمايه كارۍ موقعو نه …

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د نړيوال مالياتي فنډ او د نړيوال بېنك د كلنو غونډو په موقع د امريكې په پايه تخت واشنګټن ډي سي كښې د مهمو ملاقاتونو او دستورو په موقع د خبرو په مهال نړيواله ورورولي د پاكستان په كريډټ ريټنګ كښې د بهترۍ٬ د كاروباري ورورولۍ په باور كښې د زياتوالي او د سرمايه كارۍ موقعو نه خبر كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د زيات شوي تجارتي او د سرمايه كاري اړيكې خوشبينه ګرځولو سره په پاكستان كښې د بنيادي ډھانچې په منصوبو كښې د سعودي د سرمايه كارۍ خوښي څرګندولو سره ده ووئيل د موسمياتي استحكام او د بنيادي ډهانچې ترقۍ ته وده وركولو لپاره د قرضو بهتر نظم و نسق٬ په تكنيكي استعداد كښې زياتوالے او تر تل پاتې مالي وسائلو رسنه ضروري ده۔ وفاقي وزير د “كوليشن آف فنانس منسټرز فار كلائميټ ايكشن” غونډې په موقع د برتانيه د معيشت نوموړي كارپوهه اسټيفن ډركون سره هم ملاقات وكړو او وال سټريټ جرنل سره يې په ميډيا انټريكشن كښې هم برخه واخسته ٬ د ورځې د مصروفيات نه وروستو وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په واشنګټن كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شېخ لخوا په پاكستان هاؤس كښې د ماسخوتن مېلمستيا په مهال نوموړو پاكستانو كاروباري شخصيات سره هم ملاقات وكړو ۔ په دې موقع وفاقي وزير ګډون كوٶنكو ته په هېواد كښې د معاشي صورتحال پشمول ميكرو اكنامك استحكام او ساختي اصلاحاتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړٶ۔ ده ووئيل حكومت ضوابطي عمل آسانولو، د ټيكسيشن نظام كښې بهتري او د توان، رياستي ملكيتي ادارو او د نجكاري په اړه د مسئلو حل ته پام ګرځولے دے۔ وفاقي وزير ګډون كوٶنكي د نړيوالو ريټنګ ايجنسيو لخوا د پاكستان كريډټ ريټنګ كښې د بهترۍ او د كاروباري ورورولۍ په اعتماد كښې د ځانګړې اضافې نه هم خبرل۔

مزید خبریں