پاكستان د معيشت په استحكام كښې ځانګړے پېشرفت كړے٬ د كرنسۍ په شرح تبادله كښې استحكام٬ د زرمبادله پانګو كښې بهتري او په ګرانۍ كښې كمے راغلے۔ د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب سي اېن بي سي سره مركه

اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي معاشي استحكام او ډھانچه جاتي اصلاحات د يو بل نه غېر نامكمل دي،د ټيكس نظام، د توان څانګه، د سركاري ادارو تنظيم نو او په پبلك فنانس كښې روان اصلاحات د دې اېجنډې بنيادي برخه ده، د اصلاحات اقدامات او د معاشي لبرلائزيشن ايسټ ايشيا مومنټ بنياد اېښودے شي۔ ده دا خبرې د نړيوال مالياتي …

اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي معاشي استحكام او ډھانچه جاتي اصلاحات د يو بل نه غېر نامكمل دي،د ټيكس نظام، د توان څانګه، د سركاري ادارو تنظيم نو او په پبلك فنانس كښې روان اصلاحات د دې اېجنډې بنيادي برخه ده، د اصلاحات اقدامات او د معاشي لبرلائزيشن ايسټ ايشيا مومنټ بنياد اېښودے شي۔ ده دا خبرې د نړيوال مالياتي فنډ او د نړيوال بينك كلنو غونډو په موقع په واشنګټن ډي سي كښې سي اېن بي سي سره خپلې خاص مركه كښې كړې۔ ده د پاكستان د آئي ايم ايف په جاري پروګرام او په برآمدات اډانه په پرمختيائي لائحه تفصيلي خبره كولو سره ووئيل د تېر يو كال په مهال پاكستان اوپن اكانومي پلو ځانګړے پېشرفت كړے ، د كرنسۍ په شرح تبادله كښې استحكام٬ د زرمبادله پانګو كښې بهتري او په ګرانۍ كښې كمے او پاليسي ريټ كښې د همكارۍ په قدر كښې بهتري راغلې ، د كريډټ ريټنګ دريو واړو نړيوالو اېجنسو لخوا د پاكستان درجه بندۍ كښې اوسنۍ بهتري د هېواد د اقتصادي سمت او په اصلاحاتي ايجنډا د نړيوال باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل معاشي استحكام او ډھانچه جاتي اصلاحات د يو بل نه غېر نامكمل دي،د ټيكس نظام، د توان څانګه، د سركاري ادارو تنظيم نو او په پبلك فنانس كښې جاري اصلاحات د دې اېجنډې بنيادي برخه ده، ده ووئېل د اصلاحات اقدامات او معاشي لبرلائزيشن ايسټ ايشيا مومنټ بنياد اېښودے شي۔ ده ووئيل حكومت د ماضي د “بوم اينډ بسټ” د معاشي چكر نه د وتلو عزم لري٬ هېواد په درآمدات د انحصار په ځاے په برامدات اډانه نمو پلو بوتلل دي۔ د ټيرف اصلاحات له مخې يو جامع نظام نافذ كوٶ چې مقصد ئې صنعتي مسابقت كښې اضافه، خام مال او د مېنځني څيزونو لګښت كښې كمے او د برآمدي څانګې ډاډګيرنه ده۔ د خزانې وزير امريكې سره د قوي شراكت دارۍ ستائنه وكړو او د نړيوال بېنك ګروپ لخوا په پاكستان كښې په اصلاحاتي هلو ځلو كښې په مرسته يې د ادارې مننه وكړه۔ سينيټر اورنګزيب د دې خبرې پخلے وكړو چې د پاكستان اصلاحات د جاري پاليسيو تسلسل، د معيشت مضبوطيا او پائيدار او په برآمدات اډانه پرمختګ عزم لري۔ ده ووشيل مونږ به د اصلاحات عمل په ځاے ساتو، معيشت به لچكدار كوٶ او پاكستان به د يو مستحكم او پرمختګ كونكي معيشت په توګه نړۍ ته وړاندې كوٶ

مزید خبریں