صدر مملكت آصف علي زرداري سره د رومانيه لپاره د پاكستان نومولي سفير الياس محمود نظامي ملاقات

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د رومانيه لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير الياس محمود نظامي په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت الياس محمود نظامي ته رومانيه كښې د پاكستان سفير په نامزدګۍ مباركي وركولو سره ووئېل سږ كال د پاكستان او رومانيه ترمينځه د سفارتي اړيكو كلنه سالګرې لمانځلې كيږي۔صدر مملكت …

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د رومانيه لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير الياس محمود نظامي په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت الياس محمود نظامي ته رومانيه كښې د پاكستان سفير په نامزدګۍ مباركي وركولو سره ووئېل سږ كال د پاكستان او رومانيه ترمينځه د سفارتي اړيكو كلنه سالګرې لمانځلې كيږي۔صدر مملكت آصف علي زرداري د تجارت٬سرمايه كارۍ٬كلتور او اولسي روابط كښې د مرستې په وده زور راوړولو سره نامزد سفير ته هدايت وكړو چې معاشي سفارت كاري ته پام لرنه وكړي دغسې چې دوه اړخيزه تجارت كښې اضافه اوشي۔صد رمملكت د تجديد وړ توان ٬ټېكنالوجۍ او كركيلې په څانګو كښې د موقعو په لټولو زور راوړو۔صدر مملكت د 2025 په تجارتي او اقتصادي مرستې په لوظنامه د موثر عملدرآمد په اهميت زور راوړولو سره ووئېل پاكستان او رومانيه ترمينځه د كاروباري روابط ودې څخه به شريكې اړيكې لا قوي شي۔صدر مملكت آصف علي زرداري پاكستاني كلتور٬فن او ورثې رامخې ته كولو او سمندر پورې پاكستانيانو سره رابطې زياتولو په ضرورت هم زور راوړو۔

مزید خبریں