پیښور 15 اكتوبر(اے پي پي)پېښور ګورنر هاؤس كښې د شورو په ورځ د خېبرپښتونخوا نوې ټاكلې شوي وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د سوګند پورته كولو دستوره وشوه۔د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې محمد سهيل آفريدي د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی په توګه د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي محمد سهيل آفريدي نه د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی په حېث سوګند واخست۔ګورنر فيصل كريم كنډي د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد …
د خېبرپښتونخوا نوې ټاكلې شوي وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي سوګند پورته كړو٬ګورنر په نوو ذمه وارو مباركي وركړه

مزید خبریں
پیښور 15 اكتوبر(اے پي پي)پېښور ګورنر هاؤس كښې د شورو په ورځ د خېبرپښتونخوا نوې ټاكلې شوي وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د سوګند پورته كولو دستوره وشوه۔د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې محمد سهيل آفريدي د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی په توګه د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي محمد سهيل آفريدي نه د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی په حېث سوګند واخست۔ګورنر فيصل كريم كنډي د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي ته په نوو ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه او د نيكو هيلو څرګندونه يې وكړه۔د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د صوبائي اسمبلۍ سپيكر٬صوبائي اسمبلۍ ډپټي سپيكر٬غړو٬ د سينيټ ٬ د قومي او صوبائي اسمبلۍ٬چيف سېكرټري خېبرپښتونخوا شهاب علي شاه٬د پوليس آئي جي ذوالفقار حميد٬د پېښور كمشنر پشمول د صوبائي محكمو انتظامې مشرانو او اړوند چارواكو ګډون وكړو









