اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې بېن الحكومتي تجارتي لېن دېن لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه شوې۔ د شورو په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې كمېټۍ د فرسټ ويمن بينك لميټډ (اېف ډبليو بي اېل) نجكارۍ لپاره د بولۍ منظوري وركړه كومه چې د ريفرنس بيعې نه زياته وه، دا يو …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د بېن الحكومتي تجارتي لېن دېن لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې بېن الحكومتي تجارتي لېن دېن لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه شوې۔ د شورو په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې كمېټۍ د فرسټ ويمن بينك لميټډ (اېف ډبليو بي اېل) نجكارۍ لپاره د بولۍ منظوري وركړه كومه چې د ريفرنس بيعې نه زياته وه، دا يو مهم سنګ ميل دے كوم چې د نجكارۍ كامياب عمل او د يو اے اي نومولې شوې سركاري كمپني انټرنيشنل هولډنګ كمپني (آئي اېچ سي) سره د حكومت نه د حكومت (جي 2 جي ) په كچه د لوظنامې لاره هواروي٬ دا پيشرفت به په پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ (اېف ډي آئي) ودې او سرمايه كارو باور زياتېدو سبب جوړ شي۔ په دې موقع نائب وزيراعظم د نجكاري كميشن او د دې مهم عمل سره تړون لرونكو ټولو اړوندو ادارو او چارواكو د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ ده تر اوسه په شوي پيشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې د پاكستان حكومت د معاشي اصلاحات او د نجكارۍ عمل كښې سپېځلتيا لپاره پخپل عزم ولاړ دے۔ په غونډه كښې د پټروليم وفاقي وزيرِ پټروليم، د نجكارۍ وزير٬ د رېلوے وزير مملكت٬ د كابينه ډويژن سيكرټري ، د نجكارۍ سيكرټري، د نجكاري كميشن سينئر چارواكو او د نورو اړوند ادارو او وزارتونو نمائندګانو ګډون وكړو۔











