د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په پاك افغان پوله د افغان طالبانو د بريدونو غندنه وكړه

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په پاك افغان پوله د افغان طالبانو لخوا په پاكستاني حدود د شوو بريدونو غندنه كړی ده ٬افغان ځواكونو لخوا شهري آبادي په نخښه كول د افسوس وړ او د نړيوالو اصولو ښكاره خلاف ورزي ده۔د شورو په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ چيئرمېن د پاك پوځ او امنيتي ځواكونو په وخت او موثر …

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په پاك افغان پوله د افغان طالبانو لخوا په پاكستاني حدود د شوو بريدونو غندنه كړی ده ٬افغان ځواكونو لخوا شهري آبادي په نخښه كول د افسوس وړ او د نړيوالو اصولو ښكاره خلاف ورزي ده۔د شورو په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ چيئرمېن د پاك پوځ او امنيتي ځواكونو په وخت او موثر كاروائي ستائېلو سره ووئېل پاك پوځ د پيشه وره مهارت٬عزم او بهادرۍ سره دښمن ناپاك عزائم ناكامه كړل ۔ده ووئيل د پاكستان خپلواكۍ٬سيمه ايز سالميت او په قامي وقار به كومه سمجهوته ونه شي٬پاك پوځ يو ځل بيا د قام په توقعات پوره ختلو سره د قامي غېرت او شجاعت نوې مثال جوړ كړو ۔د سينيټ چيئرمېن ووئيل پارليمان او ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے او د هېواد دفاع كښې هرې قربانۍ وركولو له چمتو دے