پاکستان آسټراليا سره د كر كېلې او لائيو سټاك په څانګو كښې مرسته او د معياري غوښې برامد لپاره د قوي اړيكو خوښي لري۔ د وزيراعظم شهباز شريف د آسټراليا موده ترسره كٶنكي هائي كمشنر سره خبرې

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاکستان آسټراليا سره د كر كېلې او لائيو سټاك په څانګو كښې مرسته او د معياري غوښې برامد لپاره د قوي اړيكو خوښي لري۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده دا خبرې د اسټراليا موده ترسره كونكي هائي كمشنر نيل هاکنز سره كړې چا چې وزيراعظم سره د …

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاکستان آسټراليا سره د كر كېلې او لائيو سټاك په څانګو كښې مرسته او د معياري غوښې برامد لپاره د قوي اړيكو خوښي لري۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده دا خبرې د اسټراليا موده ترسره كونكي هائي كمشنر نيل هاکنز سره كړې چا چې وزيراعظم سره د مخه ښې ملاقات كولو۔ وزيراعظم هائي کمشنر ته پاكستان كښې د خپل ملازمت مودې په كاميابۍ سره په بشپړولو مباركي وركولو سره د پاکستان او آسټراليا اړيكو په قوي كولو كښې په مثبت كردار لوبولو د هائي كمشنر مننه وكړه٬وزيراعظم ووئېل پاکستان آسټراليا سره د زراعت او لائيو سټاك په څانګو كښې مرسته او د معياري غوښې برامد لپاره د قوي اړيكو خوښي لري په دې لړ كښې ده موده ترسره كونكي سفير څخه د آسټراليا پوهانو خدمات په ترلاسه كولو كښې د مرستې درخواست وكړٶ۔ د اقتصادي اصلاحات په اړه وزيراعظم د تېرو 18 مياشتو په مهال په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه چې پكښې يو شمېر اقتصادي اصلاحات شوي۔ ده ووئيل دا اصلاحات به په راتلونكي وخت كښې هم دوام ولري دغسې چې معاشي استحكام باوري كړې شي٬ آسټراليا سره د پاكستان په دوستانه او خوشګوار اړيكو رڼا اچولو سره وزيراعظم د امن په نړيوالو هڅو په خاص توګه مېنځني ختيز كښې د اسټراليا د تعميري کردار هم ستائنه وكړه٬ موده ترسره كونكي هائي کمشنر په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننې كولو سره د خپلې سفارتي مودې په مهال د پاکستان اولس او حكومت د ګرمجوشۍ او مرستې ستائنه وكړه٬ ده د پاكستان د زيات شوي سفارتي پروفائل او سوئيلي اسياء٬ مېنځني ختيز او ګرده نړۍ كښې امن لپاره په هلو ځلو وزيراعظم له مباركي وركړه۔ ده د وزيراعظم د هلو ځلو هم ستائنه وكړه چې په نتيجه كښې يې پاكستان كښې معاشي استحكام راغلے دے ۔

مزید خبریں