د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سندھ اسمبلۍ پخواني سپيكر آغا سراج دراني په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سندھ اسمبلۍ پخواني سپيكر آغا سراج دراني په مړينه د غمرازۍ څرګندونې كولو سره وئېلي دي د آغا سراج دراني مرګ د سياست او اولسي خذمات په ميدان كښې يو لويې زيان دے٬هغه يو باوقار پارليمنټيرين٬صلاحيت لرونكے منتظم او د جمهوري اقدار علمبردار ؤ ٬ارواښاد تر ِډېرې مودې اولس خذمت كړے او د سندھ صوبې سياست …

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سندھ اسمبلۍ پخواني سپيكر آغا سراج دراني په مړينه د غمرازۍ څرګندونې كولو سره وئېلي دي د آغا سراج دراني مرګ د سياست او اولسي خذمات په ميدان كښې يو لويې زيان دے٬هغه يو باوقار پارليمنټيرين٬صلاحيت لرونكے منتظم او د جمهوري اقدار علمبردار ؤ ٬ارواښاد تر ِډېرې مودې اولس خذمت كړے او د سندھ صوبې سياست كښې يې مهم كردار ادا كړے ۔د شورو په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ له مخې ده ووئيل آغا سراج دراني ارواښاد د شهيد محترمه بينظير بهټو نزدې ملګرو كښې شمېرلې كېدو او هغه د پاكستان پيپلز پارټي منشور او نظريه عملي كولو كښې تل فعاله كردار ترسره كړے۔د سينيټ چيئرمېن دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں