د صدر مملكت آصف علي زرداري سره د پاك پوځ سرلښكر جنرل فيلډ مارشل سيد عاصم منير ملاقات

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د پاك پوځ سرلښكر جنرل فيلډ مارشل سيد عاصم منير ايوان صدر كښې ملاقات كړے دے۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال فيلډ مارشل صدر مملكت ته د هېواد په مجموعي دننه او بهرني سلامتيا ماحول بريفنګ وركړو۔ده صدر مملكت د افغان طالب حكومت جارحانه او اشتعال …

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د پاك پوځ سرلښكر جنرل فيلډ مارشل سيد عاصم منير ايوان صدر كښې ملاقات كړے دے۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال فيلډ مارشل صدر مملكت ته د هېواد په مجموعي دننه او بهرني سلامتيا ماحول بريفنګ وركړو۔ده صدر مملكت د افغان طالب حكومت جارحانه او اشتعال انګيزه كاروائيو څخه په راپېدا شوي اوسني امنيتي صورتحال سره سره د پاكستان وسله والو ځواكونو لخوا د سمدستي او مناسب غبرګون څخه هم خبر كړو۔صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان وسله والو ځواكونو طاقت٬بهادرۍ٬صلاحيت او په چمتوالي د بشپړ باور څرګندونه وكړه۔ده د هېواد د پولو دفاع او د افغان پولې نه پورې شوي بريدونه په تندۍ سره پشا تنبولو كښې د هغوي د پيشه وره مهارت ستائنه وكړه۔صدر مملكت د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان به د خپلې قومي خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت په هر ډول دفاع كوي۔

مزید خبریں