پاكستان په اكثريت سره د 2026 نه تر 2028 مودې لپاره د بشري حقونو كونسل غړے ټاكلے شوے ۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان د لويې څښتن په فضل او كرم سره په ډېر اكثريت سره د 2026 نه تر 2028 مودې لپاره د بشري حقونو كونسل غړے ټاكلے شوے ۔د شورو په ورځ"ايكس"پوسټ كښې ده ووئيل د پاكستان ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د زړه نه مننه كوم۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد …

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان د لويې څښتن په فضل او كرم سره په ډېر اكثريت سره د 2026 نه تر 2028 مودې لپاره د بشري حقونو كونسل غړے ټاكلے شوے ۔د شورو په ورځ”ايكس”پوسټ كښې ده ووئيل د پاكستان ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د زړه نه مننه كوم۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل د پاكستان انتخاب د بشري حقونو د نړيوال فريم ورك قوي كولو كښې د قوي پیژندګلې او شراكتدارۍ اعتراف دے۔ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورورلۍ سره جنګ بندۍ٬روادارۍ٬احترام٬آفاقيت٬ اتفاق او د تعمير او مشغوليت په بنياد كار كولو له د خپل عزم پخلے كوي۔

مزید خبریں