د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال د ډبليو اېچ او په غونډه كښې ګډون لپاره مصر ته ورسېد

اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال د روغتيا نړيوالې ادارې ( ډبليو اېچ او) ختيز بحيره روم لپاره د ريجنل كمېټۍ 72مې غونډه كښې ګډون لپاره د لوړې كچې خپل پلاوي سره مصر ته رسېدلے دے۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې دا مهمه غونډه د ختيز بحيره روم هېوادونو ترمېنځه د صحت عامه په اړه پاليسيو، مرستې …

اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال د روغتيا نړيوالې ادارې ( ډبليو اېچ او) ختيز بحيره روم لپاره د ريجنل كمېټۍ 72مې غونډه كښې ګډون لپاره د لوړې كچې خپل پلاوي سره مصر ته رسېدلے دے۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې دا مهمه غونډه د ختيز بحيره روم هېوادونو ترمېنځه د صحت عامه په اړه پاليسيو، مرستې او په رامخې ته چېلنجز غور لپاره تابيا كېږي۔ په غونډه كښې به د غړو هپوادونو لخوا د صحت په اړه اقدامات، اصلاحات او نړيوالې مرستې ته ودې وركولو پلو پام ګرځولې شي۔ د دورې په مهال به وفاقي وزير سيد مصطفيٰ كمال نن د سعودي عرب خپل همڅنګ سره هم ملاات كوي چې پكښې په دوه اړخيزه مرسته٬ د صحت په جاري او مجوزه منصوبو او په سيمه ايزه كچه په كوټلو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د يادونې وړ ده پاكستان ډبليو اېچ او سره په ګډه د صحت عامه په څانګه كښې په نړيواله كچه مرستې ته د ودې وركولو عزم لري او په دې غونډه كښې ګډون د دې عزم عكاسي كوي۔

مزید خبریں