پېنډۍ 15 اكتوبر (اے پي پي) آئي اېس پي آر وئيلي دي نړۍ هند د پولې پورې د ترهګرۍ اصل څېره او د سیمه ایزې بې ثباتۍ مركز ګڼي٬ د هر ډول يرغل ځواب به تند٬ پرېكنده او په شديد ډول وركولې شي۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې آئي اېس پي آر ووئيل د معركه حق د 5 مياشتو تېرېدو باوجود د هند رياستونو بهار او لويديز بنګاله …
نړۍ هند د پولې پورې د ترهګرۍ اصل څېره او د سیمه ایزې بې ثباتۍ مركز ګڼي٬ د هر ډول يرغل ځواب به تند٬ پرېكنده او په شديد ډول وركولې شي۔ آئي ايس پي آر

مزید خبریں
پېنډۍ 15 اكتوبر (اے پي پي) آئي اېس پي آر وئيلي دي نړۍ هند د پولې پورې د ترهګرۍ اصل څېره او د سیمه ایزې بې ثباتۍ مركز ګڼي٬ د هر ډول يرغل ځواب به تند٬ پرېكنده او په شديد ډول وركولې شي۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې آئي اېس پي آر ووئيل د معركه حق د 5 مياشتو تېرېدو باوجود د هند رياستونو بهار او لويديز بنګاله كښې د اسمبلۍ د انتخابي كمپائن په نتاظر كښې د هند پوځي قيادت ھغه روايتي ٬ د ځان نه جوړو او د راپاروٶنكو پروپيګنډو تذكره روانه ده د كومو چې هغوي د هر رياستي انتخاب نه وړاندې تذكره پېل كوي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د يو اتومي قوت پوځي قيادت په سياسي فشار كښې غېر ذمه واره بيانونه جاري كول د افسوس وړ خبره ده٬ دې ناسمې بيانيې د هند اولس او نړيوالې ورورولۍ په وړاندې ه د ند عسكري مشن د خندا وړ ګرځولے۔ بيان كښې ووئيل شول هر پروفيشنل عسكر په دې پوهېږي چې غېر ضروري كبر او شهرت لپاره غېر مناسب بيانونه جنګي صورتحال پېدا كولې شي كوم چې د سوئيلي آسياء امن او استحكام لپاره سنګينې نتيجنې رامخې ته كولې شي٬ د هند په پوځي پرېس ريليز كښې موجود تضادات دومره واضحه دي چې د ھغې ځواب وركول مناسب نه دي٬ د هند قيادت تاريخ ته د خپلې خوښې شكل وركولو هڅې كوي او بې بنسټه فلمي مناظر ترتيبوي٬ د دې نه دا برېښي چې د هند عسكري او سياسي قيادت د دې قبولولو نه قاصر دي چې په مركه حق كښې يې پرېكنده ماتې خوړلې او د هغوي غلط بيانه بې نقابه شوې٬ نړۍ هند د پولې پورې د ترهګرۍ اصل څېره او د سیمه ایزې بې ثباتۍ مركز ګڼي٬ څوك چې په جارحيت او غلبه پسنده پاليسيو عمل كوي او د دې زيان خپله د هغوي اولس او ګاٶنډي هېوادونو ته رسي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاكستان قام او پاك پوځ د هېواد سالميت دفاع لپاره په بشپړه توګه اهل او مصمه اراده لري، د هر ډول يرغل ځواب به تند٬ پرېكنده او په شديد ډول وركولې شي٬ كوم چې به تر راتلونكو نسلونو يادګار وي۔










