اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي ملي كمپائن په درېمه ورځ هم روان دے ٬ په وړومبو دوو ورځو كښې ګرد هېواد كښې 2 كروړه 54 لكه نه زياتو ماشومانو له د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركړې شوي۔ د اېن سي او سي لخوا د جاري تفصيلات له مخئ په پنجاب كښې يو كروړ 43 لكه٬ سندھ كښې 50 لكه 19 زره ماشومانو٬ …
ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن په درېمه ورځ هم روان دے

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي ملي كمپائن په درېمه ورځ هم روان دے ٬ په وړومبو دوو ورځو كښې ګرد هېواد كښې 2 كروړه 54 لكه نه زياتو ماشومانو له د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركړې شوي۔ د اېن سي او سي لخوا د جاري تفصيلات له مخئ په پنجاب كښې يو كروړ 43 لكه٬ سندھ كښې 50 لكه 19 زره ماشومانو٬ خېبر پښتونخوا كښې 37 زره 74 زره ماشومانو او په بلوچستان كښې 14 لكه 50 زره ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو واكسين وركړې شوي٬ د دې نه علاوه په اسلام آباد كښې دوه لكه 3 زره او ګلګت بلتستان كښې يو لك 87 زره ماشومانو سره سره په آزاد كشمير كښې 4 لكه 81 زره ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركړې شوي۔د قامي ايمرجنسي آپريشن سينټر چارواكو وئيلي دي ګرد هېواد كښې په روانه اوونۍ كښې 4 كروړه 50 نه زياتو ماشومانو ته د ويكسين وركولو كوټلې اقدامات روان دي۔۔ د اېن سي او سي له مخې د پوليو مخنيوي د كمپائن په كاميابۍ كښې د مور و پلار او كميونټي كردار ډېر مهم دے٬ دوي مور پلار ته غږ وكړو چې ھغوي خپل د پنځو كالو نه د كم عمر ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو واكسين لازمي وركړي










