اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق په پاك افغان باډر د افغان طالبانو بريد غندنې كولو سره په سپن بولدك او چمن سيكټر د بريدونو په ناكامه كولو او د افعان طالبانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د شورو په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل د افغان ځواكونو لخوا سول آبادۍ په نخښه كول د …
سپيكر اياز صادق په پاك افغان باډر د افغان طالبانو بريد وغندلو

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق په پاك افغان باډر د افغان طالبانو بريد غندنې كولو سره په سپن بولدك او چمن سيكټر د بريدونو په ناكامه كولو او د افعان طالبانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د شورو په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل د افغان ځواكونو لخوا سول آبادۍ په نخښه كول د شرم وړ كار دے٬ د پاكستان په خپلواكۍ او سرحدي سالميت به سودا نه كوٶ٬ د پاك پوځ په وخت او موثره كاروائۍ د ستائنې وړ دي٬ پاك پوځ د هېواد دښمن عناصرو ناوړه عزائم خاورې كړې دي۔ ده ووئيل د افغانستان لخوا جارحيت سيمه ايز امن لپاره خطر دے٬ پاكستان د امن داعي دے خو د خپلو پولو به بشپړ تحفظ كوي۔ ده ووئيل پاك پوځ د مورني هېواد دفاع لپاره هر وخت چمتو دے۔










