پاك پوځ د بلوچستان سپن بولدك سيمه كښې په څلورو ځايونو د افغان طالبانو بزدلانه بريدونه شنډ كړل۔ آئي ايس پي آر

پېنډۍ 15 اكتوبر (اے پي پي) پاك پوځ د بلوچستان په سپن بولدك سيمه كښې په څلورو ځايونو د افغان طالبانو بزدلانه بريدونه شنډ كړې٬ د 15 نه تر 20 طالبان مړه او يو شمېر ټپيان شوي دي ٬ په كرم سېكټر كښې هم افغان پوستو ته لويې زيان رسولے شوے٬ د پاك پوځ ځوانانو موثره او متناسب ځواب كښې د 6 ټېنكونو پشمول اته پوستې ړنګې كړې٬ د 25 …

پېنډۍ 15 اكتوبر (اے پي پي) پاك پوځ د بلوچستان په سپن بولدك سيمه كښې په څلورو ځايونو د افغان طالبانو بزدلانه بريدونه شنډ كړې٬ د 15 نه تر 20 طالبان مړه او يو شمېر ټپيان شوي دي ٬ په كرم سېكټر كښې هم افغان پوستو ته لويې زيان رسولے شوے٬ د پاك پوځ ځوانانو موثره او متناسب ځواب كښې د 6 ټېنكونو پشمول اته پوستې ړنګې كړې٬ د 25 نه تر 30 افغان طالبان او فتنه الخوارج جنګيالي د وژلو اطلاعات دي۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې په 15م اكتوبر سهار وختي افغان طالبانو د بلوچستان د سپن بولدك سيمې په څلورو ځايونو بزدلانه بريدونه كړي٬ پاكستاني فورسز بريدونه په موثر ډول ناكامه كړي٬ د بده مرغه دا بريد د سيمې د منقسم شوو كليوالو د لارې شوي چې پكښې د سول آبادۍ هم خيال نه دې ساتلے شوے٬ افغان طالبانو د پاك افغان دوستۍ ګيټ هم د خپل اړخ نه ړنګ كړے كوم چې د منقسم قبائلو شريك تجارت او د بشري حقونو په اړه د دوي د ناپخته ذهينت څرګندونه كوي٬ بريد كوٶنكي پشا تنبولې شوي چې پكښې د 15 نه تر 20 افغان طالبان وژلې شوي او يو شمېر ژوبل شوي ٬ په سېمه كښې صورتحال اوس هم كړكېچن او غېر يقينې دے٬ فتنه الخوارج او د افغان طالبانو په اسټيجنګ پوائنټس كښې د لا زياتوتالي اطلاعات راغلي٬ په سپن بولدك كښې بريد كومه جلا پېښه نه وه٬ بېګا شپه افغان طالبانو او فتنه الخوارج د خېبر پښتونخوا په كرم سيكټر كښې په پاكستانو سرحدي پوستو د بريد هڅې كړې كوم چې په موثره ډول پشا تنبولے شوے او په دې موقع افغان پوستو ته لويې زيان رسولے شوے۔ د پاك پوځ ځوانانو موثره او متناسب ځواب كښې د 6 ټېنكونو پشمول اته پوستې ړنګې كړ٬ د 25 نه تر 30 افغان طالبان او فتنه الخوارج جنګيالي د وژلې كېدو اطلاعات راغلي ٬ دا تاثر چې د بريد پېل د پاكستان لخوا شوے بېخي ناسم او بې بنسټه ادعا دے، بالكل ھغسې لكه څنګه چې د پاكستان په پوستو يا په آلاتو د قبضې كولو ادعا ده۔ د طالبانو حكومت پروپيګنډې د بنيادي حقائقو د جانچ پړتال د لارې ختمېدې شي٬ په بيان كښې وئيلي شوي پاك پوخ د پاكستان خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا دفاع له عزم لري او په بشپړه توګه چمتو دے٬ د پاكستان په ضد د هر ډول جارحيت به بشپړ ځواب وركولې شي۔

مزید خبریں