د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د سندھ اسمبلۍ پخواني سپيكر آغا سراج دراني په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د سندھ اسمبلۍ پخواني سپيكر آغا سراج دراني په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ جاري بيان كښې پروفيسر احسن اقبال د ارواښاد كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئېل د آغا سراج دراني مرګ د هېواد سياسي او پارليماني حلقو لپاره لويې زيان …

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د سندھ اسمبلۍ پخواني سپيكر آغا سراج دراني په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ جاري بيان كښې پروفيسر احسن اقبال د ارواښاد كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئېل د آغا سراج دراني مرګ د هېواد سياسي او پارليماني حلقو لپاره لويې زيان دے٬هغه د جمهوريت استحكام او پارليماني روايات وده كښې هم مهم كردار ادا كړے٬د هغه خذمات به تل ياد ساتلې شي٬وفاقي وزير دعا وكره چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں