اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه٬ د پي ټي وي آمدن زياتولو لپاره د لارو ګودرو لټولو، د ملازمينو په ضد د التوا ښكار انکوائرو زر تر زره د ترسره كولو امر

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې انتظامي چارو او وظيفائي خرڅونه ترسره كولو لپاره د پي ټي وي آمدن زياتولولارو وګودرو لټولو، د ملازمينو په ضد د التوا ښكار انکوائرو زر تر زره په ترسره كولو زور راوړلې شوېدے، د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن پلين بلوچ په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د پي ټي وي …

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې انتظامي چارو او وظيفائي خرڅونه ترسره كولو لپاره د پي ټي وي آمدن زياتولولارو وګودرو لټولو، د ملازمينو په ضد د التوا ښكار انکوائرو زر تر زره په ترسره كولو زور راوړلې شوېدے، د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن پلين بلوچ په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د پي ټي وي په هيډ کوارټرز كښې شوې۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکرټري عنبرين جان په دې لړ كښې د پورته كړې شوې اقداماتو څخه غونډه خبر كړه۔ د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ په وزارت زور راوړو چې د خپلو ملازمينو د مالي بقاياجات ادا كولو لپاره دې حكومت څخه ګرانټ ترلاسه كولو لپاره هڅې ګړندې كړې شي ٬ قائمه كمېټي خبر كړې شوه چې موجودہ انتظاميه کارپوريشن خود کفيله جوړولو لپاره انتظامي او مالي اصلاحات پرله پسې وړاندې بوځي٬ وفاقي سيکرټري عنبرين جان كمېټي خبر كړه چې په يو شمېر تجويزونو كار روان دے چې پكښې د پي ټي وي نيټ ورك ډيجيټلائزيشن، د اينکر پرسنز بھرتۍ او فعاله مارکيټنګ ستراتېژۍ په څېر اقدامات شامل دي٬ د كمېټۍ په غونډه كښې پارلماني چارو لپاره د اطلاعات او خپرونو سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري، صلاح الدين جونيجو، رانا انصار، سحر کامران، شاهين، کرن حېدر، رومينه خورشيد عالم، آسيه ناز تنولي، کرن عمران ډار، وفاقي سيکرټري عنبربين جان او د اړوند ادارو چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں