اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جناح ميډيكل كمپليكس جوړولو ټولو پړاؤنو كښې سپيځلتيا او ټاكلے شوې موده كښې د عملدرآمد باوري كولو سپارښتنې سره وئيلي دي جناح ميډيكل كمپليكس به جديد او په ټولو آسانيو لرونكے روغتون وي چرته به چې اولس ته د نړيوال معيار دارو درملو آسانۍ ترلاسه وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده جناح ميډيكل كمپليكس اينډ ريسچر سينټر په اړه …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د جناح ميډيكل كمپليكس جوړولو ټولو پړاؤنو كښې سپيځلتيا او په ټاكلے شوې موده كښې د عملدرآمد باوري كولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جناح ميډيكل كمپليكس جوړولو ټولو پړاؤنو كښې سپيځلتيا او ټاكلے شوې موده كښې د عملدرآمد باوري كولو سپارښتنې سره وئيلي دي جناح ميډيكل كمپليكس به جديد او په ټولو آسانيو لرونكے روغتون وي چرته به چې اولس ته د نړيوال معيار دارو درملو آسانۍ ترلاسه وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده جناح ميډيكل كمپليكس اينډ ريسچر سينټر په اړه د جاج غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې غونډې ته د جناح ميډيكل كمپليكس او ريسرچ سينټر جژړېدو پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د جناح ميډيكل كمپليكس ډيزائن كنسلټنټ خوښ كړے دے او د كنټريكټ په اړه پاكستان انجينئرنګ كونسل سره د رجسټرېشن عمل روان دے٬د منصوبې تهرډ پارټۍ ويليډيشن لپاره د پوهانو انتخاب په اړه به اشتهار ډېر زر جاري كړے شي۔بريفنګ كښې ووئېل شول د جناح ميډيكل كمپليكس چيف ايګزېكټو افسر تعيناتۍ لپاره وفاقي كابينې منظوري وركړې ده ۔د منصوبې جيوټيك سټډي بشپړه شوې او هائيډرولوجي او سیسمك سټډيز به نومبر كښې به بشپړه شي۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احمد خان چيمه٬د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د قومي روغتيا وزير مملكت مختار احم بهرتھ او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو ۔










