اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقی وزیر سردار محمد یوسف وئيلي دي رابطه عالم اسلامي امن او اتحاد لپاره مثالی کردار لري، اسلامي نړۍ لپاره د سعودی عرب کردار مثالي او قائدانه دے، مسلمانانو كښې اتحاد او یو والي سره اسلامو فوبیا او انتها خوښي ختميدې شي۔ده د نهې په ورځ د رابطه عالم اسلامی تر سيوري لاندې علماﺀ او د مشائخ مشاورتي غونډي ته …
د مسلمانانو اتحاد او یو والي سره د اسلامو فوبیا او انتها خوښۍ خاتمه کیدې شي۔سردار محمد یوسف

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقی وزیر سردار محمد یوسف وئيلي دي رابطه عالم اسلامي امن او اتحاد لپاره مثالی کردار لري، اسلامي نړۍ لپاره د سعودی عرب کردار مثالي او قائدانه دے، مسلمانانو كښې اتحاد او یو والي سره اسلامو فوبیا او انتها خوښي ختميدې شي۔ده د نهې په ورځ د رابطه عالم اسلامی تر سيوري لاندې علماﺀ او د مشائخ مشاورتي غونډي ته وينا كوله۔ده په خپله وينا كښې ووئيل زما لپاره په دې غونډه كښې ګډون كول د سعادت خبره ده، د اسلامي نړۍ يووالي لپاره دا کانفرنس لويې اهمیت لري،مونږ رابطه عالم اسلامی ته د عزت و احترام په سترګه ګورو۔ده ووئيل رابطه عالم اسلامي د اتحاد او امن لپاره مثالی کردار لرونكي اداره ده، سعودی عرب د مسلمانانو لپاره عمر له قائدانه کردار ترسره كړے، سعودي عرب او پاکستان دفاعی لوظ نامه لوئ اهمیت لري،د دې غونډي سرخط روخاني او تعمیراتی ضرورت دے۔ده ووئيل د عدم برداشت په دې دور كښې دیني قیادت د اسلام مثبت مخ نړۍ ته په ډاګه كوي، رابطه عالم اسلامي د امت په خپلو كښې د تړلو کردار ترسره كوي۔ده ووئيل د پاکستان علماء کرامو هڅي ستائيو،دینی قیادت له به د امن او اتحاد لپاره فعاله کردار ترسره كول وي،همغږۍ سره د انتها خوښۍ او اسلاموفوبیا په خاتمه کولو د اسلام روښانه مخ په ډاګه كيدے شي۔ ده ووئيل د رابطه عالم اسلامي سیکرټري جنرل ډاکټر عبدالکریم العیسي پاکستان ته راتګ او په رهنمائۍ د ده مننه كوو۔










