اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د رابطه عالم اسلامي سیکرټري جنرل ډاکټر عبدالکریم العیسی وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه تاریخی دفاعي لوظ نامه د دواړو هېوادونو لپاره د اتحاد او يووالي پیغام دے او دا لوظ نامه به نورو اسلامي هېوادونو يو بل ته رانزدې كولو كښې مرستياله وګرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ رابطه عالم اسلامي د سيوري لاندې علماﺀ او …
د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه تاریخي دفاعي لوظ نامه د دواړو هېوادونو لپاره د اتحاد او يووالي پیغام دے۔ ډاکټر عبدالکریم العیسی

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د رابطه عالم اسلامي سیکرټري جنرل ډاکټر عبدالکریم العیسی وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه تاریخی دفاعي لوظ نامه د دواړو هېوادونو لپاره د اتحاد او يووالي پیغام دے او دا لوظ نامه به نورو اسلامي هېوادونو يو بل ته رانزدې كولو كښې مرستياله وګرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ رابطه عالم اسلامي د سيوري لاندې علماﺀ او مشائخ کنفرنس ته وينا او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د پاکستان دوره زما لپاره د وياړ وړ ده ځكه چې پاکستان اسلامي نړۍ كښې مهم مقام لري،پاکستان عمر له د اسلامي هېوادونو ترمينځه د اتحاد لپاره مهم كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل پاکستان تل د حرمین شریفین د تقدس او حفاظت لپاره مثالی کردار ترسره كړے، پاکستان او سعودی عرب يو بل سره د ورورولۍ اړيكي لري،د پاکستان او سعودي عرب قیادت د دواړو هېوادونو ترمينځه تاریخي دفاعی لوظ نامه کړې ده،دا د دواړو هېوادونو لپاره د اتحاد او یووالي پیغام دے،د پاکستان او سعودیي عرب دفاعي لوظ نامه به د نورو اسلامي هېوادونو يو بل ته رانزدې كولو كښې مرستياله وګرځي۔ده ووئيل پاکستان او سعودي عرب يو ډول مقاصد لري،پاکستان او سعودي عرب د يو بل مرسته كړي۔دې نه پس ميډيا نمائندګانو سره خبرو كښې ده ووئيل نن ما د علمائے کرام مهم کنفرنس ته خطاب کړے، وزیراعظم شهبازشریف او د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان په مشرۍ كښې د پاکستان او سعودي عرب اړيكي تندۍ سره مخ په وړاندې روانې دي او دغه اړيكي تر دفاعي لوظ نامې رسيدلې دي،پاکستان او سعودي عرب د اسلاموفوبیا په ضد يو ډول موقف لري، اسلام كښې اجتهاد لويې اهميت لري۔ده ووئيل پاکستان او سعودي عرب ترمينځه دفاعی لوظ نامه د دواړه هېوادونو د ښو اړيكو څرګندونه ده۔










