بلوچستان كښې اړے ګړے نه بلكې د بېلتون تش په نامه تحريكونه روان دي۔ مير سرفراز بګټي

كوئټه 14 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي بلوچستان كښې اړے ګړے نه بلكې د بېلتون تش په نامه تحريكونه روان دي، چې مقصد ېې پاكستان ته زيان رسول او تقسيمول دي، دښمن د پاكستان د تقسيم خوبونه ويني خو قام به د هغوي ناوړه عزائم خاورې كوي۔ د نهې په ورځ د بلوچستان 17م نيشنل وركشاپ ته خپلې وېنا كښې وزيراعلي ووئيل بلوچستان …

كوئټه 14 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي بلوچستان كښې اړے ګړے نه بلكې د بېلتون تش په نامه تحريكونه روان دي، چې مقصد ېې پاكستان ته زيان رسول او تقسيمول دي، دښمن د پاكستان د تقسيم خوبونه ويني خو قام به د هغوي ناوړه عزائم خاورې كوي۔ د نهې په ورځ د بلوچستان 17م نيشنل وركشاپ ته خپلې وېنا كښې وزيراعلي ووئيل بلوچستان كښې د غېر متوازن ترقۍ غلط تاثر قصداً پېدا كړے شوے او د “ناراض بلوچ” اصطلاح په اصل كښې ترهګرۍ ته جواز لپاره معارفې كړې شوې۔ وزيراعلي مير سرفراز بګټي ووئيل د بلوچستان د حالاتو په خرابۍ كښې د هندي ايجنسۍ “را” واضحه كردار لري ٬ بېلتون خوښي د هند نه خوشحاله خو پاكستان ته زيان رسول غواړي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ يوازې د پوځ نه بلكې د ټول قام جنګ دے٬ د سياست نه مهم د پاكستان رياست دے او د بلوچستان حكومت د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې خپله ذمه واري تر سره كوي ٬ ده ووئېل د ترهګرۍ په ضد زمونږ موقف په سپېنو ټكو او واضحه دے۔

مزید خبریں